د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: عمر منصور خراساني بمبارۍ کې وژل شوی


د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوا
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوا

راولپېنډۍ - د پاکستان پوځ او د امریکا دفاع وزارت وايي چې د پاکستاني طالبانو یو مهم وسلوال مشر چې په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د برید پلان جوړونکی و، وژل شوی دی. د وسلوالو دغه مشر عمر منصور نومیږي چې په یو شمېر نورو نومونو هم مشهور و.

په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول برید، په ۲۰۱۴ م کال کې شوی و چې په پایله کې یې ۱۵۰ کسان وژل شوي وو چې ډېری یې د دغه سکول زدکونکي وو.

عمر منصور خراساني د یوې ویډیويي مرکې پرمهال
عمر منصور خراساني د یوې ویډیويي مرکې پرمهال

دپاکستان د پوځ ویاندجنرال عاصم باجوا پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د تحریک طالبان پاکستان قوماندان خلیفه عمر منصور په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

باجوا وړاندې لیکلي چې یو امریکايي پوځي جنرال د پاکستان سر لښکر جنرال راحیل شریف سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال د عمر منصور د مرګ پخلی کړی دی.

بل پلو، افغان حکومت د عمر منصور د وژل کېدو په اړه څه ډول غبرګون نه دی ښودلی.

د امریکا دفاع وزارت "پنټاګون" هم پرون دا خبر تایید کړ او ویې ویل چې منصور او څلور نور وسله وال د جولای په نهمه په ننګرهار ولايت کې د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوي دي.

منصور چې د عمر نري او خالد خراساني په نوم هم پيژندل شوی، یو مهال یې ادعا کړې وه چې په پښور کې پر ارمي پبلک سکول د برید لپاره یې بریدګر استولي وو.

ارمي پپلک سکول د پاکستاني پوځ د ماشومانو لپاره ځانګړی سکول دی چې د پوځ تر نګرانۍ لاندې فعالیت کوي.

وسلوالو طالبانو د عمر منصور د وژل کېدو په اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG