د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د درغليو سپيناوي لپاره اپوزیشن ته د مذاکراتو بلنه ورکړه


وزیراعظم نواز شریف
وزیراعظم نواز شریف

د پاناما اسنادو د معاملې او ضابطه کار جوړولو لپاره د پاکستان وزير اعظم نواز شريف یو وارې بیا د اپوزيشن ګوندونو ته د مذاکراتو بلنه ورکړې ده.

حکومت وایي دوی غواړي چې په شریکه ضابطه کار جوړ کړل شي ترڅود احتساب دا سلسله روانه شي خو که چېرې اپوزيشن په دې پلان راضي نه شو، نو حکومت به دغه هرڅه اولس ته په ډاګه کړي.

فایل فوټو
فایل فوټو

په دې لړ کې د اپوزيشن ګوندونو د مذکراتو ميز ته د راوستو ذمه واري د خزانې وفاقي وزير او د ضابطه کار پارليماني کميټې غړي اسحاق ډار ته ورکړل شوې ده.

د اتوار په ورځ په لاهور کې مطبوعاتو سره په خبرو کې اسحاق ډار وویل چې حکومت په ډېرې ايماندارۍ سره د ضابطه کار اسناد تيارکړي خو ځينې اپوزيشن ګوندونه په دې معامله سياست کوي۔

اسحاق ډار زياته کړه چې په دې مذاکراتو کې به د پارليمانې کميټې د اپوزيشن غړو سره په ضابطه کار خبرې کيږې او که په دې ضابطه کار د نظر ورته والی موجود نه و، نو د حکومت او د اپوزيشن کړنلاره به د اولس په وړاندې کېښودل شي.

د پاناما اسنادو په اړه د سياسي چارو کار پوه پروفيسر ډاکټر غلام مصطفی مشال ريډيو ته وويل چې د حکومت او د اپوزيشن لخوا په دغو اسنادو هېڅ سنجيدګي نه ښکاري دا صرف اولس له دهوکه ورکول او د نورو بنيادي مسٔلو نه پام اړول دي۔

" دوی په خپلو کې لګيا دي، عوام تېر باسي. حقيقي جمهوريت دا دی چې تاسو په خپلو کې ودريږئ او د تحريک انصاف نه واخله تر ای اين پي پورې هر یو ګوند خپله ايجنډا راوړئ او دوی ته یې ورکړئ چې دا زموږ کړنلاره ده، دا زموږ منشور دی او په دې کې دغه دغه نقطې د ولس د خیر ښېګړې لپاره دي. دا هرڅه د دې لپاره نه دې چې نواز شريف بدل شي نو بل څوک به راشي۔ مقصد صرف عوامو ته ګټه رسول دي خو زموږ په ملک کې چې کوم سياست کېږي د ولس د ګټې لپاره نه بلکې په يو بل پسې د خبرو لپاره کېږي۔ له خبرو څه نه جوړېږي، یوه کوټلې حل لاره دې وښايي.»

د سیاسي چارو یو بل کارپوه او خبریال محمود جان بابر بیا مشال راډیو ته وويل چې د پاناما اسنادو په اړه د اپوزيشن سره څه واضحه او مضبوطه ايجنډا په لاس کې نشته خو که حکومت له زړه نه د پاناما اسنادو شخړه هوارول غواړي نو د اپوزيشن مطالبه دې ومني او وزير اعظم دې ځان د احتساب لپاره وړاندې کړي۔

« د اپوزيشن سره د دې خبرو د مخکې بوتلو هېڅ لاره نشته، صرف حکومت سره يوه لاره ده چې هغوی د وزير اعظم او د هغوی د کورنۍ د غړو احتساب دې وکړي. دا کمېشن دې اول د دوی په اړه پلټنې وکړي. نو دا اوس د حکومت په لاس کې ده او زما په خيال حکومت داسې هيڅ اقدام نه کوي نو زه دا سوچ کوم چې کېدای شي دا خبره نوره مخکې لاړه نشي او دا به پر ځای ولاړه پاتې شي.»

حکومت وایي چې د اپوزيشن ګوندونو سره مذکرات په دې مياشت کې امکان لرې د کوم لپاره چي نن د پاکستان پيپلز ګوند خورشيد شاه او د تحريک انصاف ګوند شاه محمود قريشي سره د لیدلو هم امکان دی۔

ياده دې وي چې د پاناما اسنادو په اړه د اپوزيشن او حکومتي ضابطه کارو پارليماني کميټې تر منځه تر اوسه اته غونډې شوي خو څه مثبتې نتيجې مخې ته نه دي راغلي.

خو بل خوا د دغي غونډو نه پس د جون په مياشت کې د پيپلز او تحريک انصاف ګوند لخوا د وزير اعظم نواز شريف د نااهلې خلاف انتخاباتي کمېشن کې درخواست هم جمع کړې شوې۔

XS
SM
MD
LG