د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او ایران په مطبوعاتو کې


له افغانستانه د ځواکونو د را ایستلو پلان په امریکا کې دننه خلکو خوښولو خو ولې په دغه اړه افغانان اندیښمن وو. دوي وايي دا خبره د امریکا په ګټه ده چې د ولسمشر غني حکومت قایم پاتې شي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یو مقاله کې لیکي چېپه داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما په افغانستان کې د اته زره او څلور سوه ځواکونو د پاتې کولو پریکړه کړیده ، ځني ګوتنیونکي – ناقدین – وايي چې دا د هغه د انتظامیې د سیاسي ناکامۍ یوه نخښه ده.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیران او پوځي جرانلان د ولسمشر اوباما د دې پریکړې مرسته کوي او وايي چې د افغان ځواکونو د مرستې لپاره دا یوه مهمه پریکړه ده.

ځیني شنونکي وايي ـــــــ اوباما ته پکار وه چې په افغانستان کې د ډیرو ځواکونو پريښودلو په اړه یې پریکړه باید په میاشتو وړاندې شوې وای.

له افغانستانه د ځواکونو د را ایستلو پلان په امریکا کې دننه خلکو خوښولو خو ولې په دغه اړه افغانان اندیښمن وو. دوي وايي دا خبره د امریکا په ګټه ده چې د ولسمشر غني حکومت قایم پاتې شي.

یو شنونکي ورځپاڼې ته ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پريښودو په اړه د اوبامه پریکړه په سیاسي توګه ډیره مهمه ده ځکه چې د ولسمشر غني حکومت ته دا پیغام ورکوي چې امریکا افغان حکومت اوهلته د امنیت پر ځاي کولو ته ژمنه ده.

بل خوا فارن پالیسي مجلې په یو رپوټ کې لیکلي دي چې د زیارت په ورځ د کانګرس د مالي خدمتونو کمیټۍ پر درو بیلونو بحثونه وکړل. د دې بیلونو مرام دا وو چې پر ایران د مسافر وړونکو الوتکو د خرڅ لړۍ ودروي.

تیره میاشت په شګاګو کې د الوتکو یوې لويې کمپنۍ د ایران د هوايي جهازونو د صنعت د نوي کولو لپاره د نوو جهازونو ورکولو یوه لوظنامه وکړه .

د دې معنا دا شوه چې د نولس سوه نهه اویایم کال تر اسلامي انقلاب وروسته به په لومړي ځل امریکايي جهازونه ایران ته ورکړل کیږي.

د ریپبلکن ګوند ځېني غړي پر دې لوظنامه نیوکې کوي او ایران ته د جهازونو ورکولو مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG