د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر اوباما: ناټو باید د ننګونو په وړاندې کلکه ژمنتیا ولري


ولسمشر اوباما
ولسمشر اوباما

د جولايي پر اتمه د فاینانشل ټایمز ورځپاڼې پر ویب پاڼه په خپره شوې مقاله کې ولسمشر باراک اوباما ویلي دي چې دا وخت ښايي د سړې جګړې له پایه راهسې د ایتلاف لپاره تر ټولو مهم پړاو وي.

پراګ: د امریکا ولسمشر باراک اوباما وایيناټو باید د هغوننګونو په وړاندې قوي او ځانګړې ژمنې ولري چې د اسلامي دولت وسله والو، روس، له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو پرېکړې او هغه شخړې چې له امله یې په اروپا کې په د میلیونونو کډوال د پناه غوښتلو ته ورغلي دي، له امله پېدا شوې دي.

د جولاييپر اتمه د فاینانشل ټایمزورځپاڼې پر ویب پاڼه په خپره شوې مقاله کې ولسمشر باراک اوباما ویلي دي چې دا وخت ښايي د سړې جګړې له پایه راهسې د ایتلاف لپاره تر ټولو مهم پړاو وي.

د پولېنډ په مرکز وارسا کې د ناټو په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې به د ولسمشر په توګه دا د باراک اوباما وروستی ګډون وي.

د ورځپانې په لیکنه ، په دې سرمشریزه کې به زیات پام پر روس وي کوم چې په 2014م کال کې په غیر قانوني ډول له اوکراینه د کرایمیا ټاپو وزمه سیمه بېله کړه او له ځانه سره یې وتړله.

د دې تر څنګ په ختیځ اوکراین کې له روس پلوه بېلتون پالو سره د اوکرایني ځواکونو په جګړه کې تر 9300 زیات کسان وژل شوي دي.

اوباما په مقاله کې لیکلي دي چې د اوکراېن په وړاندې د روس جارحانه اقدام د یو راټولې ، ازادې او پرامنه اروپا تصور چې دوي یې لري، ته ګواښ ورپېښوي.

اوباما په لیکنه کې د اسلامي دولت وسله والو حملو یادونه هم کړې چې په خبره یې د ایتلاف په غړیو هېوادونو کې د بې ګناهو انسانانو وینه تویه کړې ده.

د مثال په توګه اورلېنډو، پاریس، برسلز او استنبول. اوباما لیکلي له افریقا تر شامه او بیا په افغانستان کې هم د شخړو له امله اروپا ته په لوی شمېر کې پناه غوښتونکي کډوال ورغلي دي.

تمه کېږي چې براک اوباما د اروپايي اتحادیې مشرانو په ګډون د برتانیا له وزیراعظم ډېوډ کېمرون سره هم وویني.

کیمرون خپله دنده پریږدي چې دا ډول له اتحادیې د برتانیا د وتلو پرېکړې ته لاره هواره شي.

د براک اوباما په خبره ، دی په دې باور دی چې د دغو چیلنجونو په وړاندې باېد ټول هېوادونه خپلسیاسي عزم یو ځای کړي او قوي ژمنتیا ولري.

براک اوباما وویل د امریکا او برتانیا تر منځ به ځانګړې اړیکې دوام ولري او باور یې څرګند کړ چې بریتانیا او اروپايي ټولنه به په منظم ډول نوي بدلون باندې رضا وي.

د براک اوباما په خبره په اوکراین کې د روس په مداخلت د ناټو د ختیځ غړیو هېوادونو اندېښنه سېوا کړې دهچې پکې د سرمشریزې کوربه هېواد پولینډ په ګډون د ایسټونیا، لاتویا او لیتوېنیا ریاستونه شامل دي.

براک اوباما لیکلي چې په وارسا کې باید خپل هوډ تازه کړو چې د ناټو د اصولو سره سم د ایتلاف د هر غړي هېواد ساتنه وکړو.

د نوموړي په خبره که څه هم غړي هېوادونه یې له روس سره ښه تعلقات غواړي خو باید په دې هم اتفاق وي چې تر هغې دې په روس بندېزونه پر ځای وي تر څو چې ماسکو په پوره ډول د منڅک لوظنامې پر شرایطو عمل نه وې کړی. دغه لوظنامه په 2015م کال کې په ختېځ اوکراین کې د جګړې د درولو په مقصد شوې وه.

تمه ده چې د وارسا په سرمشریزه کې ناټو په پولېڼد او نورو بالیټک ریاستونو کې په نوبتي بنیادونو پرزرو سرتېرو ځای پر ځای کولو باندې رضا شي.

براک اوباما ویلي د هغه د واک موده ختمېدو پورې په افغانستان کې تر 5000 زیاتو سرتېرو ساتلو فېصله باید د اېتلاف نور غړي هېوادونه د ناټو له مشن سره سم د افغان ځواکونو تربیت ته وهڅوي.

د ناټو جنرل سیکټري ینز سټولټنبرګ هم د جولايي پر اوومه ویلي چې ایتلاف یې د امنیت یو مهم پړاو ته رسېدلی دی.

سټولټنبرګ دا خبرې د پولېنډ له ولسمشر سره په یو ګډ خبري کانفرنس کې د نېټو دوه ورځنۍ سرمشریزې مخکې کړې دي.

XS
SM
MD
LG