د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ساپو قام ته دړکه: 'ترهګر ووهئ ګنې عملیاتو ته تیارشئ'


ملک ګل شاه ساپی وايي، حکومت له دوی څخه وړې او غټې وسلې هم غونډې کړې دي، نو په تشو لاسونو څنګه له وسله والو سره جګړه وکړي.

د مومندو اېجنسۍ پولیټیکل انتظامیې ساپو قبیلې ته دړکه ورکړې، که یې د ترهګرو ضد ګامونه پورته نه کړل او ترهګر یې حکومت ته حواله نه کړل نو په لنډو ورځو کې به یې پروړاندې پراخ پوځي عملیات پیل شي. دغه خبرداری د ساپو قام څلورو واړو قبیلو ته چې پکې ګربز، کندهاري، مسود او شینواري شامل دي، ورته درې ورځې مخکې په یوه جرګه کې ورکړل شوی دی.

د ساپو قام په دغه جرګه کې ملګ ګل شاه ساپی هم شامل وو، نوموړي و مشال راډيو ته وویل، ''تر اوسه خو دلته یوه داسې لویه پېښه نه ده شوې چې هغه ډېره دړدېونکې وي، دغه خال خال پېښې خو هر ځای کېږي. پر دغه ډول پېښو خو د عملیاتو هېڅ ضرورت نه پښېږي. که حکومت وغواړي نو هر ځای هدفي کاروايي کولای شي، نو دا یو بې ځایه عملیات دي چې زموږ قامونه یې ملګرتیا نه کوي.''

د باوتې سیمې ملک فردوس خان وايي، چې هغوی د خپل تحفظ ذمه وار په خپله دي، بیا نو د امنیتي ځواکونو ضرورت څه پاته شو. باید حکومت دغه پېټی پر خپلو اوږو یوسي. [موږ ورسره کار نه لرو.]

''دغه خال خال پېښې خو په کراچۍ، لاهور او اسلام اباد کې هم کېږي، نو هلته پر خلکو اجتماعي ذمه واري ولې نه اچول کېږي. ایا موږ پاکستانیان نه یو، که موږ ته په دې ملک کې د اوسېدو حق نشته.''

خو ملک ګل شاه ساپی وايي، حکومت له دوی څخه وړې او غټې وسلې هم غونډې کړې دي، نو په تشو لاسونو څنګه له وسله والو سره جګړه وکړي.

که قبایلي علاقو ته وګورئ، چې سو سړی د هندواڼو یو یاغ ساتي هم نو له هغه سره به یو ټوپک وي، نو چې حکومت زموږ د ساتنې وسله له ځان سره وړي بیا خو نو موږ هېڅ نشو کولای.

نو پوښتنه دا ده چې په دغه سیمه کې حکومتداري هم شته که نه؟

ملک فردوس خان وايي، دلته د پاکستان حکومتداري دومره ټینګه ده چې د ملک په یوه علاقه کې یې هم نشی لیدلای، یو خاصه دار راولېږي، د علاقې ۲۵ مشران په حوالات کې بند کړي. نو پاکستان سرکار بیا حکومتداري څه شي ته وايي.

د پولیټیکل انتظامي چارواکو په وینا تر اختر وروسته به د ساپو قام یوه بله جرګه رابولي چې د عملیاتو کولو یا نه کولو وروستۍ پرېکړه به پکې کېږي.

XS
SM
MD
LG