د لاسرسي ځای

تازه خبر

اختر به کله وي؟


په پاکستان کې روژې او اخترونه تل د اختلاف سره مخ وي، خو داسې ښکاري چې دا ځل حکومت کلک هوډ کړی چې دا اختلاف به ختموي. حکومت دا ځل روژه په یوه ورځ اعلان کړه او خلکو باندې یې عملي هم کړه او اوس د اختر لپاره هم هوډ ښکاره کوي چې په ګرد هیواد کې به ټول خلک په یوه ورځ اختر ته هڅوي.

د پاکستان د سپوږمۍ لیدلو ادارې رویت هلال کمیټۍ اعلان کړی چې دا ځل به دوی د جولايي په پنځمه نېټه په لاهور کې خپله غونډه کوي او د اختر ورځ به اعلانوي. او په نورو صوبو کې به هم د نوموړې کمیټۍ څانګې په هم دې ورځ خپلې غونډې کوي او د سپوږمۍ لیدلو شواهد به راغونډوي.

فایل فوټو
فایل فوټو

په پېښور کې د قاسم علی خان جومات مشر مولانا خیرالبشر د سږني اختر د اعلان په اړه مشال راډیو ته وویل:

« د پاکستان وفاقي وزیر موږ سره د لیدلو پر مهال خواست کړی و چې ورسره دې کومک وکړو، څو اتفاق او اتحاد رامنځ ته شي. نو موږ خو د تعاون نه کولو پلوي نو غواړو چې قوم دې د کشکمش ښکار نه شي، اتفاق او اتحاد راشي، نو موږ به د ژمنې سره سم د خپلو شواهدو نه دوی ( رویت هلال کمیټي ) خبره کړو، نور قبلول یا نه قبول د دوی کار دی. »

د خېبر پښتنوخوا د مذهبي چارو صوبايي وزیر حبیب الرحمان وايي په ۲۹ مه روژه به دوی د سپوږمۍ لیدلو لپاره غونډه کوي او د اختر د اعلانولو لپاره به د مرکزي رویت هلال کمیټۍ سره اړیکه نیسي.

XS
SM
MD
LG