د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان مکین او راحیل شریف د سیمې پر امنیت خبرې وکړې


سناتور جان مکین
سناتور جان مکین

د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف وايي چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد په جنګ کې بریاوې ترلاسه کړي دي خو د پاکستان او افغانستان په پوله د غېر قانوني تګ راتګ مخ نيوي لپاره د موثره سرحدي انتظام ضرورت دی.

د خالي په ورځ د امريکا کانګرس د پوځي خدمتونو د کمیټۍ مشر جان مکېن په مشرۍ کې د کانګرس ېوې ډلې په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکز کې د جنرل راحيل شريف سره ملاقات وکړو.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو څانګه ISPR په خپله یوه خبر پاڼه کې وايي چې د ملاقات پرمهال د خپل د دوه اړخیزو چارو او د سېمې د امنېت نه علاوه د افغانستان په حالاتو هم خبرې اترې شوې دي.

د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف
د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف

خبر پاڼه زیاتوي چې جنرال راحيل شريف په دې موقع ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمېنځه په پوله غېر قانوني تګ راتګ مخ نيوي لپاره د موثره سرحدي انتظام ضرورت دی ځکه چې یو مستحکم او باثباته افغانستان د پاکستان په حق کې دی او د پاکستان او افغانستان ترمېنځه ښی اړيکې د دې سېمې د امن او قلارۍ لپاره ضروري دی.

د تېرې میاشتې په دولسمه نېټه پاکستان پر تورخم د یوه نوې دروازې په جوړولو کار شروع کړی و چې پرسر یې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځه یوڅو ورځې وخت په وخت نښتې وشوې او پکې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوښته. د دې نښتو له امله د تورخم پوله تر پنځو ورځو له بندېدو وروسته د تېرې مېاشتې په ۱۸ مه نېټه بیا د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانېستل شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ضرب عضب عملیاتو پحقله د جنرال راحيل شريف وېنا وه چې دې عملېاتو لوجې پاکستان د ترهګرۍ پرضد جنګ کې ډېرې بریاوې ترلاسه کړي دي.

خبرپاڼه وړاندې لیکي، سناتور جان مکېن د وسله والو پرضد روان ضرب عضب عملیات وستایل او ویې ویل چې امريکا له پاکستان سره ګڼ اړخيزه اړيکې ساتل غواړي چې سيمه کې امنیت او استحکام پر ځای شي.

په پاکستان کې کارپوهان د دواړو مشرانو ترمېنځه دې ملاقات پحقله څه نظر لري؟

په لاهور کې د دفاعي چارو کارپوه پروفیسر حسن عسکري وايي چې په ملاقات کې زېاته پاملرنه د افغانستان معاملاتو ته شوې وه ځکه چې په افغانستان کې ترهګري زېاته شوې ده چې لوجې يې د افغان حکومت مسئلې هم زېاتې شوې دي او افغان حکومت ګڼي چې پاکستان د طالبانو سره مرستې کوي نو پاکستان د امريکا د کانګرس په کچ راغلې دا ډله د خپل دريځ نه خبره کړه.

د حسن عسکري په وېنا ترڅو چې د پولې د انتظام خبره ده نو دی ګڼي چې پاکستان غواړي په پوله غېر قانوني تګ راتګ ودرول شي خو په دې لړ کې ورسره افغانستان حکومت مرسته نه کوي نو دا وجه هم ده چې په دې خبرو اترو کې دا مسئله هم راپورته کړل شوه.

د ېادونې وړ ده چې پاکستان حکومت د روانې مېاشتې د لومړۍ نېټې راهیسې د تورخم په پوله له ویزې پرته پاکستان ته په راننوتو بندېز لګولی دی.

د دفاعي چارو یو بل کارپوه برېګېډیر محمود شاه وايي چې پاکستان دې نتېجې ته رسېدلی دی چې د ضرب عضب عملیاتو له پای ته رسولو وړاندې د افغان کډوالو معاملې سره سره په پوله غیر قانوني تګ راتګ هم ودروي او د نوموړي په وینا، دا یو حقيقت هم دی چې ترڅو پر پوله امنیت ټینګ نه شي نو تر هغې د ضرب عضب عملیاتو پایلې مخې ته نه شي راتلی.

ېاده دې وی چې د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا خصوصي استازي رچرډ اولسن هم تېره ورځ د پوځ مشر جنرل راحيل شريف سره ملاقات کړی و او د سېمې د سلامتۍ صورتحال نه علاوه د افغانستان په صورتحال يې هم ورسره خبرې کړې وې.

رچرډ اولسن تېره ورځ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار او خارجه سکرتر اعزاز چودري سره هم ملاقاتونه وکړل او د سېمې د سلامتۍ صورتحال سربېره د ترهګرۍ پرضد روان جنګ او افغان کډوالو واپسۍ پحقله يې ورسره خبرې اترې وکړې.

XS
SM
MD
LG