کوټه کې پر غبرګو موټرسایکل سورو بندیز
د بلوچستان حکومت په کوټه کې د وسلې پر ګرځولو او پر غبرګو موټرسایکل سورو بندیز لګولی دی. حکومت دا ګام پر پولیسو او سرحدي عسکرو د زیاتېدونکیو وسله والو بریدونو په غبرګون کې اخیستی دی. په کوټه کې په تېره یوه اونۍ کې په هدفي بریدونو او چاودنو کې تر ۲۰ زیات کسان وژل شوي چې ډېری یې امنیتي سرتېري ول. له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین راپور