د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګري ورزشکاران: د کریکټ معیاري لوبغالی نلرو


د لوګر یو شمېر ځوان ورزشکاران وايي چې په یاد ولایت کې د کریکټ مینه وال ډېر دي ، خو د لوبو لپاره اساسي او معیاري لوبغالی نلري، نو دوی اړ دي چې ډېر کله د تمرینونو لپاره کابل، خوست او یا جلال اباد ته ولاړ شي.

دوی وايي، په لوګر کې د کریکټ په برخه کې ښه استعدادونه شته، مګر د روزنې او تمرینونو لپاره مناسب پیچونه نلري او له ناکامه په پټو، کوڅو او دښتو کې لوبې کوي.

د لوګر یو تن ورزشکار مشال راډیو ته د کریکټ د لوبو د میدانونو ستونزه داسې یادوي:

((نوم مې عبدالرحمان خاطر دی د لوګر ولایت اوسیدونکی یم، هغه لوبې چې نورو ولایتونو کې يې ځوانان کوي موږ هغه لپاره هسې لوبغالي نلرو، لکه په کابل ولایت کې، خوست ولایت او یا په ننګرهار ولایت کې دي، موږ لوبې کوو خو پیچونه مو غیر معیاري دي، لکه په کوڅو کې، یا په کلي کې او یا په پټیو کې.))

د ادم خان سیلاب یو بل تن ځوان ورزشکار بیا له افغان حکومت څخه دوی لپاره د ولایت په کچه د یو اساسي او معیاري لوبغالي د جوړولو غوښتنه کوي.

ادم خان سیلاب وايي:

((نوم مې ادم خان سیلاب دی، موږه د چارواکو نه دا غواړو چې موږ ته اساسي لوبغالی جوړ کړي او اسانتیاوې برابرې کړي، خدای دې زموږ هېواد ته سوله راولي، د کریکټ سره زموږه خلک ډېره مینه لري، زه په خپله د دریو ټیمونو کپتان پاتې شوی یم، یو ټیم مو د قلعه غفار ده او دوه د پشتون اباد دي.))

د اصیل خان احمدزي په نوم د لوګر یو اوسیدونکی وايي، چې د اساسي او معیاري لوبغالي شتون په یاد ولایت کې د کریکټ په پرمختګ کې پوره تاثیر لري.

د ده په وینا په لوبغالي کې د لوبو د نندارو لپاره خلک ورځي او لوبغاړي تشویقوي:

((اصیل خان احمدزی مې نوم دی، د ملي ټیم پنځه، شپږ تنه يې د لوګر اوسیدونکي دي، تر اوسه داسې معیاري لوبغالی نشته چې ځوانان په کې لوبې وکړي، نو طبعاً یو ځای چې جوړیږي، هلته خلک ورځي، هلته د لوبې ننداره کوي، لوبغاړي تشویقیږي، د کریکټ سطحه لوړیږي او ځوانان نور هم د کریکټ سره مینه پیدا کوي.))

د لوګر د ولایتي شورا رييس قریب الله سادات وايي د کریکټ د لوبغالي لپاره يې ځني مقدماتي کارونه ترسره کړي او ۱۷ جریبه ځمکه يې ورته ځانګړي کړې ده.

قریب الله سادات وړاندې وايي:

((موږ تصمیم لرو، چې دلته د کریکټ یو سټوډیم جوړ شي، د ولایت په مرکز کې مو ۱۷ جریبه ځمکه ورته مشخصه کړې ده، تر څو دا لوبغالی د ځوانانو د کریکټ د علاقمندانو په اختیار کې ورکړو.))

د لوګر والي حلیم فدايي هم په یاد ولایت کې د کریکټ سره د ځوانانو د علاقمندی خبره کوي او وايي دوی د بیلابیلو ادارو څخه د یو اساسي لوبغالي د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د لوګر والي زیاتوي:

((په ملي ټیم کې د لوګر ډېر تکړه لوبغاړي هلته لوبیږي، موږ چې ګورو د لوګر په کلیو او کوڅو کې ځوانان په ابتدايي ګراونډونو یا میدانونو کې دوی لوبې کوي موږ هیله من یو چې ډېر ژر به په نړیوالو سټنډرډونو او معیارونو یو لوبغالی جوړ کړو تر څو له یو پلوه ځوانانو ته سالم مصروفیت پیدا شوی وي او بل پلوه دوی مو د هغو ناوړو کارونو لکه مواد مخدر، چرسو او نورو باندې له اخته کېدو نه ساتلي وي.))

د یادونې وړ ده که څه هم د ځنو نورو لوبو په پرتله کریکټ په افغانستان کې نوې لوبه ده، خو په یو شمېر نړیوالو او سیمه ییزو لوبو کې د افغانستان د کریکټ د لوب ډلې بریاوو لکونه ځوانان کریکټ ته هڅولي دي او اوسمهال حتی په کلیو او کوڅو کې افغاني ماشومان تنکي ځلمیان او ځوانان د کریکټ لوبې کوي.

XS
SM
MD
LG