د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د فرنټیېر کور څلور عسکر ووژل شول


د پاکستان بلوچستان صوبې په سرښار کوټه کې وسله والو د فرنټیر کور څلور اهلکاران په یوه برید کې وژلي دي.

د پاکستان سرکاري رسنۍ د پولیسو له خولې وایي، پېښه د چارشنبې په ماښام د کوټې پر ډبل روډ رامنځ ته شوې ده.

د پولیسو په وینا چې وژل شوي اهلکاران د ګاډي مرمت لپاره دغه علاقې ته تللي ول او د واپسۍ پر مهال پرې موټر سایکل سوارو ډزې وکړې. بریدګر په تېښته بریالي شوي دي.

د دې پېښې ذمه واري د ناقانونه ګرځول شوي تحریک طالبان پاکستان او د تحریک طالبان شهریار مسود ډلې قبوله کړې ده.

یاده دې وي چې په تېرو څلرویشتو ګنټو کې دا پر امنیتي ځواکونودرېیمه پېښه ده.

د نهې په ورځ د پاکستان بلوچستان صوبې د سرښار کوټې په سریاب علاقه کې د وسله والو په دوو بریدونو کې څلور پولیس اهلکاران وژل شوي وو. پولیس وايي دا د هدفي وژنو پېښې دي.

له تېرې څه مودې راهیسې په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو په بریدونو کې اضافه شوې ده.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او ولسمشر ممنون حسېن د دې پېښې غندنه کړې او د پلټنو حکم یې ورکړی دی.

تېره ورځ وزیراعظم ویلي چې په وسله والو به ځمکه تنګه کړي او په ملک کې به ورته هېڅ ځای پاته نه شې.

وزیراعظم نواز شریف اعلی چارواکو ته هدایت کړی چې په نښه شوي د پولیس اهلکارانو وژونکې دې ونیول شي او د بلوچستان په صوبایې حکومت یې زور ورکړې چې قانون نافذونکیو ادارو پر اهلکارانو د بریدونو مخنیوي لپاره دې د داخله وزارت په مشاورت یو موثره کړنلاره (حکمتعملي) جوړه کړل شي.

بلخوا هم تېره ورځ د بلوچستان په اواران ضلع کې امنیتي ځواکونو سره په مقابله کې د یو ناقانونه ګرځول شوې تنظیم درې غړي وژل شوې. سرکاري رسنیو په وینا چې دا درې وسله وال په امنیتي ځواکونو او په بې ګناه ولس په بریدونو کې ککړ وو.

د ذکر ده هم روانه میاشت د بلوچستان صوبې په درې مختلفو علاقو کې د بارودي سرنګ چاودنې او د تشدد په پېښو کې د امن فورس کمانډر او د یو پولیس اهلکار پشمول پنځه کسان وژل شوي وو

XS
SM
MD
LG