د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې تر سختې ګرمۍ وروسته باران


په کراچۍ کې د سختې ګرمۍ وروسته باران موسم يخ کړی د بجلۍ د کرنټ له کبله دوه کسان مړه شوي دي.

په کراچۍ کې د سختې ګرمۍ وروسته باران موسم يخ کړی د بجلۍ د کرنټ له کبله دوه کسان مړه شوي دي.

په کراچۍ کې د سېشنبې په ماښام د کال لومړی باران شوی چې له کبله يې د ګرمۍ زور مات شوی، له باران وروسته ښار په لارو کې د اوبو لوی لوی ډنډونه ودرېدلي چې له کبله يې خلکو ته په تلو راتلو کې يو شمېر ستونزې رامخې ته شوي.

د پاکستان د موسمياتو د محکمې مشر غلام رسول د چارشنبې په شپه مطبوعاتو ته ویلي چې په کراچۍ کې له سختې ګرمۍ وروسته د بارانونو لړۍ پېل شوه چې به دوه ورځې روانه وي او د ستمبر د مياشتې به په دمه دمه نور باران هم ورېږي.

په کراچۍ کې د باران وروسته لوی او واړه سړکونو ته راووتل او له بارانه يې خوندونه پورته کول ولې دا ګيله يې هم کوله چې د باران اوبو ورته په لارو تګ ګران کړی دی

د کراچۍ ښار کالاپل سيمه کې مزدوري کوونکي عزيز رحمان مشال راډیو ته وويل چې په روژه کې د ګرمۍ له کبله ورته کار کول ګران وو او په خصوصي توګه تېره اوونۍ ډېره توده وه ولې د باران وروسته دوی ساه اخستې او سخته يې کمه شوې ده.

((عزيزرحمان وايي چې د دې وړاندې لمر ډېر تېز شوی وو چې له کبله په کور کې دننه او بهر ګرځېدل ډېر ګران وو او د باران وروسته به د دوی پاتې روژې ښه تېرې شي))

دغه رنګ يو بل تن فېض محمد چې کراچۍ کې د شاوخوا پېنځه کالو راهيسې مزدوري کوي وايي چې باران که يو اړخ ته ګرمي کمه کړې نو بل اړخ ته اوس دوی ته په ښار کې ګرځېدل ګران شوي دي ځکه چې په هره وړه او لويه لار د اوبو ډنډونه ولاړ دي.

کراچۍ ته په لومړی ځل راغلی د مردان له ګجرات سيمې سره تعلق لرونکی جنېدکمال وايي چې د سختې ګرمۍ له کبله ده فېصله کړې وه چې بېرته به ځي ولې د باران وروسته يې اراده بدله کړې او خوشحاله دی چې په کراچۍ ښار کې ورته د کلي غوندې موسم نصيب شو.

بلخوا د کراچۍ پوليسو د وياند قمرزېب ستي لخوا مطبوعاتو ته لېږل شوي بيان کې ويلي چې د چارشنبې په شپه د شوي باران پر مهال د ښار نوې کراچۍ او عزيز اباد په سيموکې دوه کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG