د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې څلور پولیس په هدفي برید کې وژل شوي


د نهې په ورځ د پاکستان د بلوچستان صوبې سرښار کوټه په سریاب علاقه کې د ډزو په دوه مختلفو پېښو کې څلور پولیس اهلکاران وژل شوي دي.

د سریاب د شالکوټ پولیس تاڼې مطابق چې نامالومه وسله والو د شالکوټ پولیس پر ګاډي هغه وخت برید وکړ چې هغوی د معمول په ګشت ول او دویم برید په سریاب روډ شوی دی.

د پولیس مطابق چې دا د هدفي وژنو پېښې وې چې د نامالومه وسله والو لخوا تېره ورځ د روژې ماتي په وخت رامخ ته شوې.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د شالکوټ پولیس تاڼې یو اهلکار نصیر شهباز کرم وویل چې په دې پېښه کې د شالکوټ پولیس یو کانسټېبل او یو ډرایور د نامالومه موټر سایکل سوارو په ډزو کې وژل شوي دي.

د ده په وینا چې وسله وال د پېښې له ځایه تښتېدلې دي.

“د شالکوټ تاڼې علاقه هزار ګنجي کې د روژې ماتې په وخت دوه موټر سایکل سوارو په دوي ډزې وکړې د څه نه زموږ دوه کسان ووژلې شو، هاغه وخت د روژه ماتي تیاری روان وو، دوی د معمول په ګشت ول او بل په سریاب روډ د پولیسانو په یو ټوډي ګاړی برید شوی وو خو دغه اهلکاران په ډیوټې نه وو دوی د بازار خوا ته روان وو.”

نصیر شهباز کرم زیاته کړه چې د دې پېښو پلټنې روانې دي او مشکوکه خلک هم نیول شوې دې.

“د مشکوکه خلکو نه په مختلفو تاڼو کې پلټنې روانې دي، د سریاب پنځه شپږ تاڼې دي او په ټولو کې د شلو او پنځویشت مشکوکه خلکو نه تحقیقات روان دي. تېره شپه موږ د سریاب په مختلفو ځایونو کې چاپې وهلې وې او دا خلک مو د شک په بنیاد نیولي وو. د دې مشکوکه خلکو شمېر تر یونیم سلو پورې دي.”

بلخوا د پاکستان وزیراعظم او ولسمشر د دې پېښو غندنه کړې ده.

وزیراعظم نواز شریف اعلی چارواکو ته هدایت کړی دی چې په نښه شویو پولیس اهلکارانو وژونکي دې ونیول شي او د بلوچستان په صوبایې حکومت یې زور راوړی چې قانون نافذونکیو ادارو په اهلکارانو د بریدونو مخنیوي لپاره دې د داخله وزارت په مشاورت یو موثره حکمت عملي جوړه کړي.

د ذکر ده هم روانه میاشت د بلوچستان صوبې په درې مختلفو علاقو کې د بارودي سرنګ چاودنو او د تشدد په پېښو کې د امن فورس کمانډر او د یو پولیس اهلکار پشمول پنځه کسان وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG