د لاسرسي ځای

تازه خبر

“وفاقي حکومت دې د افغان کډوالو موده نه غځوي”


د خېبر پښتونخوا صوبایي حکومت له وفاقي حکوته غوښتي چې د روانې میاشتې تر ۳۰ مې ڼېټې وروسته دې د افغان کډوالو موده نه غځوي.

د خېبر پښتونخوا د وزیراعلی اطلاعاتو مشير مشتاق غني مشال راډیو ته وويل چې د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره له تېرو دوو کالو راهيسې صوبايي حکومت له مرکزې حکومته بيا بيا غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو ستنېدو په اړه دې موثره ګامونه پورته کړي خو وفاقي حکومت د صوبې په دغه خبرو عمل نه کوي.

"د افغان کډوالو له وجې موږ ډېر زيات متاثر شوي یو، دا کډوال د لاکونو په شمېر په صوبه کې ژوند کوي. دلته په کاروبارهم د دوی قبضه ده. زموږ د صوبې امنيت هم د کډوالو له وجې خراب شوي دي. په دنيا کې چېرته هم داسې نه کېږې چې تر دومره مودې کډوال و اوسي او بيا په دوی کې خو د ډېرو رجسټريشن هم نشته. د افغان کډوالو مسله د وفاق ده خو زور يې د خېبر پښتونخوا ولس وړي."

مشتاق غني زياته کړه چې د سېفران وزارت او نورو زمه وارو ادارو ته اوس پکار ده چې د جون میاشتې تر ۳۰مېوروسته دې د دغه کډوالو موده نه غځوي او دوی دې په عزت سره خپل وطن ته ستانه کړل شي او که چېرته ضرورت وي نو خېبر پښتونخوا حکومت به هم دوی سره کومک کوي.

بلخوا د افغان کډوالو د مودې زياتولو او نه زياتولو په اړه د ملګرې ملتونو نړيواله ادارې يو اېن ايچ سي آر وياندې دنيا اسلم خان مشال راډیو ته وویل چې موږ د کډوالو موده تر ۲۰۱۷م کالسيوا کول غواړو او که چېرې داسې نه کېږي نو پاکستان حکومت ته پکار ده چې د یوې نوې پالسۍ له مخې دې افغانانو ته تحفظ ورکړل شي.

"د حکومت پاکستان چې کومپ ستراتيجي ده هغه اوس هم د کابينې د فيصلې په انتظار دی. د يو اين ايچ سي آر لخوا موږ حکومت پاکستان ته دا خواست کړی چې څهوخت پورې د يو نوې ستراتيجي اعلان کړی.تر هغه دې د سېفران وزارت لخوا ټولو سيکيورټي ادارو ته يو خط جاري شي.چې پکې دا وويل شي چې د افغانانو کوم پخواني کارډونه لري او د هغوی معياد ختم شي نو بايد هغوي نه تنګول کېږي۔او د هغوي په سفر کې يا تعليم په حواله سره يا دوې که چېرې يو ښار نه بل ښار ته لاړ شي نو بايد چې دوی ته څه مشکلات رانشي."

ياده دې وې چې تېره اونۍ د ملګرې ملتونو نړيوالې ادارې مشر فليپو ګرانډي د پاکستان په دوره راغلی وو او ویلی و چې په افغانستان کې اوس هم ډېر چيلنجونه دوی ته مخکې دې نو پاکستان حکومت دې افغان کډوال لا هم خپل وطن ته نه لېږي.

XS
SM
MD
LG