د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان طالبان خبرو ته کېنول د پاکستان په وس کې نه دی


د پاکستان وزيراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي، چې په افغانستان کې امن د موجوده حکومت په ترجيحاتو کې یو دی او په افغانستان کې امن د مذاکراتو له لارې راتلای شي.

د ګل په ورځ په اسلام آباد کې له پاکستانيو مطبوعاتو سره په خبرو کې سرتاج عزیز وويل چې په افغانستان کې د امن عمل ځنډنی شوی دی او بیا پیلېدل به یې وخت ونیسي.

د سرتاج عزيز وینا وه چې د طالبانو او افغانستان حکومت ترمېنځه مذاکرات شورو کولو لپاره د طالبانو مختلفې ډلې د مذاکراتو مېز ته راوستل د پاکستان په لاسونو کې نه دي پاکستان په امن مذاکراتو کې صرف د یو سهولت کار کردار لوبولی شي.

په پېښور کې خبریال شميم شاهد وايي چې پاکستان اوس هم په افغان طالبانو اثر لري او که وغواړي نو د مذاکراتو مېز ته يې راوستلای شي.

د نوموړي په وینا چې سرتاج عزيز ته د سیاسي بیان ورکولو پرځای حقيقت تسليمول پکار دي او دا حقيقت دی چې پاکستان په افغانستان کې امن پرځایکولو کې کردار لوبولی شي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې د سرتاج عزيز ویناوه چې د تورخم پمشول په ټولو پولو د غېر قانوني توګه تګ راتګ مخنيوی لپاره له افغانستان سره سرحدي انتظام مستحکم جوړوي او د قانوني اسنادو بغېر هېچا ته به هم پاکستان ته د ورننوتو اجازه نه وي.

د ذکر ده چې پاکستان حکومت د روانې جون میاشتې له ړومبۍ نېټې د تورخم پر دروازه بې له ویزې پاکستان ته په ورننوتو بندیز لګول شوی دی.

خبریال سميع یوسفزي د پاکستان لخوا پر تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره د وېزې شرط په باب وايي چې کله هم د دواړو ملکونو د ولسونو ترمنځ رابطې کمې شي نو په نتيجه کې يې د حکومتونو ترمنځ تاوتريخوالی زیات شي او په دې تېرو وختونو کې چې په تورخم کې کومې پېښې رامینځ ته شوې نو د هغې یوه وجه هم دا وه.

د نوموړي په وینا پاکستان دا کوښښ کوي چې په افغانستان د بارډر منېجمنټ په نوم سرحدي کرښې معلومې کړي ځکه چې پاکستان حکومت دا وېره لري چې افغانستان حکومت دا پوله په رسمي توګه نه مني او نه ورباندې خبره کوي نو د دې امله دوی له داسې ګامونو سره غواړي چې افغان حکومت او نړيوالې ټولنې ته وښايي چې دلته یو سرحد شته او هېڅوک دا حق نه لري چې د ویزې بغیر تګ راتګ وکړي.

یاده دې وي چې د روانې میاشتې په دولسمه نېټه پاکستان پر تورخم د یوه نوي دروازې په جوړولو کار شورو کړی و چې پرسر یې د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ یوڅو ورځې وخت په وخت نښتې وشوې او پکې دواړو خواوو ته مرګژوبله واوښته.

دا دې هم یاده وي چې د دې نښتو له امله د تورخم ور تر پنځو ورځو له بندېدو وروسته د روانې میاشتې په اتلسمه (۱۸) نېټه بیا د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانستل شو.

XS
SM
MD
LG