د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کراچۍ کې د وسله والو پرضد عمليات به روان وي'


د پاکستان پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف
د پاکستان پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف

د پاکستان پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د اتوار په ورځ د کورنيو چارو مرکزي وزير چودري نثارعلي خان، د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر رضوان اختر او د قامي سلامتيا سلاکار ناصرجنجوعه سره یوځای د ښار دوره کړې او ويلي يې دي چې په کراچۍ کې د وسله والو پرضد روان عمليات به بې له خنډه دوام ولري.

د پوځ مطبوعاتي څانګې ای اېس پي ار له خوا جاري شوي بيان کې ويل شوي چې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د رېنجرز ځواکونو دفتر دوره کړې او هلته ورته د ياد ځواک مشر مېجرجنرل بلال اکبر په کراچۍ کې روان عملياتو په اړه معلومات ورکړي دي، د دې وروستو جنرال راحيل شريف په کور هېډکوارټر کې د کورنيو چارو د مرکزي وزير چوهدري نثارعلي خان، د ائي اېس ائي مشر ليفټننټ جنرل رضوان اختر او صوبايي چارواکو سره په يوه غونډه کې ګډون هم کړی چې پکې د پوځ سرلښکر استخباراتي او امنيتي ادارو ته امر کړی چې د ترهه ګرۍ د ختمون لپاره دې ګډ کوششونه روان وساتل شي

د ائي اېس پي ار خبرپاڼه د جنرال راحيل شريف په حواله وايي چې د کراچۍ عمليات اوس داسې پړاو ته رسېدلي چرته چې وسله وال او د هغوي مرستيال يواځې کړی شوي دي چې له کبله يې دوي اسان هدف په نښه کوي خو پوځ او نورې امنيتي ادارې به کله هم دوي کاميابۍ ته نه پرېږدي

د پوځ سرلښکر د کراچۍ دوره په داسې مهال کړې چې څو ورځې وړاندې نوموړی قوال امجدصابري نامعلومه وسله والو د ښار لياقت اباد سيمه کې وژلی وو، د دې ترڅنګ د سيند هائيکورټ د چيف جسټس زوی هم يوه اوونۍ وړاندې تښتول شوی چې لا تر دې دمه يې هېڅ پته نه ده لګېدلې

د جنرال راحيل شريف د دورې او د فېصلو په اړه کراچۍ کې مېشت خبريال او شنونکی نويد حسېن وايي چې د دې وړاندې وزيراعظم نوازشريف څوک چې د علاج په غرض په لندن کې دی هم د ويډيو په ذريعه يوه غونډه کې ګډون کړی وو چې پکې د کراچۍ د عملياتو په اړه مهمې فېصلې شوې وې

((دا خبر رسنيو نه دی رپورټ کړی خو وزيراعظم نوازشريف د لندن نه د امنيتي ادارو د مشرانو سره د ويډيو لنک د لارې يوه غونډه کړې چې پکې دا فېصله شوې وه چې د کراچۍ عملياتو کې به تېزي راوستل کېږي، بعضې سرچينې دا هم وايي چې په دغه غونډه کې دا فېصله هم شوې چې رېنجرز ته هغه خلک په ولقه کې د اخستلو واک ورکړی شي څوک چې حالات خرابوي))

نويدحسېن وايي چې د پوځ د سرلښکر او نورو چارواکو د کراچۍ د دورې وروستو داسې معلومېږي چې په ښار کې روان د وسله والو پرضد عملياتو کې به نوره هم تېزي راځي

د ذکر ده چې په کراچۍ ښار کې د شاوخوا درې کالو راهسې د وسله والو پرضد عمليات روان دي د کوم لپاره چې نيم پوځي ځواک رېنجرز ته خصوصي اختيارات هم ورکړی شوي ولې تېره اوونۍ کې د سيند هائيکورټ د چيف جسټس د زوي اوېس علي شاه د تښتولو او بيا د امجدصابري د وژنې وروستو د بيلا بيلو خلکو له خوا په عملياتو نيوکې شروع شوې وې چې وروستو يې د اتوار په ورځ پوځي او حکومتي چارواکو د ښار دوره کړې او ولس ته يې دا باور ورکړی چې د امن ټينګ ساتلو لپاره به هر ممکن ګام پورته کولی شي.

XS
SM
MD
LG