د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ هنرمندان امنيت غواړي


مشهور قوال، امجد صابري څو ورځې مخکې نامعلومو وسله والو وواژه.
مشهور قوال، امجد صابري څو ورځې مخکې نامعلومو وسله والو وواژه.

د کراچۍ يو شمېر هنرمندانو د خالي په شپه دا غوښتنه وکړه چې د قوال امجد صابري د وژنې وروستو دې دوی ته تحفظ ورکړل شي. د ښار له شپېتوو څخه زياتو هنرمندانو په تاڼه کې يو درخواست هم ورکړی چې پکې له حکومت څخه د امنيت ټينګ ساتلو لپاره د سختو ګامونو د پورته کولو غوښتنه شوي.

د ښار په ډيفنس تاڼه کې د سيکيورټۍ لپاره درخواست جمع کولو وروستو رسنيوو سره په خبرو کې فلمونو ته د اجازت نامې ورکولو صوبايي څانګې يا سنسربورډ مشر فخرعالم وويل چې د امجدصابري د وژنې وروستو دوی خپل ځان محفوظ نه ګڼي.

هغه زياته کړه: ((موږ په خپل درخواست کې حکومت ته ويلي چې موږ ته هم همغسي امنيت برابر کړي لکه څرنګه يې چې د دې ملک غټو غټو خلکو ته ورکړی. يا دې له هغوی هم ورکړې امنيتي سهولتونو بېرته واخيستل شي. مونږ په دې درخواست کې چارواکي په ګوته کړي چې که مونږ ته څه زيان ورسېدو نو دوی دې په ايف، آيي، آر کې د مجرم سره همکاري کوونکي وګڼل شي.))

په همدغه حال کې د جمعې په ورځ د امجد صابري د وژنې او سيند هايکورټ د چيف جسټس د زوی د تښتولو د پلټنو لپاره صوبايي حکومت د ګډې تحقيقاتي کميټۍ جوړولو اعلان هم کړی دی.

خو د اردو ډرامو يوې اداکارې، ماريه واسطي پرون خبريالانو ته وويل چې حکومت بايد د اعلانونو وروسته د امنيت لپاره عملي ګامونه واخلي.

هغې زياته کړه: ((که څوک دا وايي چې دا هنرمندان دي او دوی يوازې خپله خبره کوي نو دا غلطه ده. مونږه ولس جوړ کړي يو او د دې وطن برخه يو. نن موږ د هر يو تن لپاره ولاړ يو، دا اواز يوازې زمونږ نه دی بلکې دا د هر ډاکټر، دفترونو ته تلونکي او د هر زده کوونکي اواز دی.))

د امجد صابري جنازه

نامتو قوال امجد صابري خاورو ته وسپارل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:04 0:00

بل اړخ ته د سيند صوبې د کورنيو چارو وزير سهېل انور سيال رسنيوو ته ويل چې که کوم هنرمند ته د امنيتي ساتونکو ضرورت پېښ شو نو دوی به ورته برابر کړي.

د جمعې په مازيګر د سيند صوبې د پوليسو د مشر سره ګډ خبري غونډې ته د وېنا پرمهال د کورنيو چارو وزير وويل چې د امجد صابري د وژونکو په اړه د معلوماتو ورکوونکو ته به پنځويشت لکه روپۍ انعام ورکړي.

د پاکستان وتلی قوال امجد صابري د چارشنبې په ورځ ناڅرګنده وسله والو د ښار لياقت اباد سيمه کې په ډزو وژلی وو چې وروستو يې پوليسو او نيم پوځي ځواک رېنجرز يو شمېر مشکوکه کسان نيولي دي خو د هغه د وژونکو په اړه لا تر دې دمه کوم حتمي نتيجې ته نه دي رسېدلي.

همداراز د سيند هايکورټ چيف جسټس زوی، اوېس علي شاه د ګل په ورځ د ښار کلفټن سيمې څخه تښتول شوی چې لا تر دې دمه يې څه پته نه ده لګېدلي.

XS
SM
MD
LG