د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: د طالبانو خپلمنځي نښتې اووه تنه وژلي دي


شونکړۍ د ډیورنډ پر کرښه پرته سیمه ده چې له کرښې بلې غاړې ته له مومند ایجنسۍ سره نږدې پرته ده.

د کونړ امني قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خېل مشال راډیو ته وویل بېګاه شپه له ډیورنډ کرښې سره نږدې د سرکاڼو ولسوالۍ د شونکړۍ په غرنۍ سیمه کې د امارت اسلامي او د پاکستاینو طالبانو د وسله والو ترمنځ جکړه شوې او پکې له لسو زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده وویل:«نن شپه نهه بجې د سرکاڼو ولسوالۍ د شونکړۍ په ساحه کې د امارتیانو او د پاکستانیو وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې چې پکې اووه تنه امارتیان او د تحریک طالبان پاکستان وسله وال وژل شوې پنځه امارتیان او درې تحریکیان ټپیان دي.»

قومندان وايي کوم ځای کې چې جګړه شوې هلته امنیتي ځواکونه وجود نه لرې او سیمه د وسله والو ډلو په لاس کې ده او تل پکې د افغان دولت مخالف ګروپونه یو بل د زیاتو ساحو د نیول په هڅو بوخت وي او کله دغه هڅې په نښتو هم بدلېږي.

هغه وایي، د پاکستانیو ځواکونو د توپچي بریدونو او د وسله والو ډلو د خپل منځې نښتو له ویرې له سیمې ولسې خلک پخوا راوتلي دي.

تراوسه یوې وسله والې ډلې هم د شونکړۍ د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG