د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ نن د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، له حزب اسلامي سره د سولې به خبرې ژر وروستۍ پرېکړې ته ورسي.
دا څرګندونې له هغه وروسته کېږي چې په وروستیو کې اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی و چې حزب اسلامي د سولې موافقې لاسلیکولو لپاره داسې نوي شرطونه وړاندې کړي چې ښايي د هغه منل د افغانستان لپاره ناممکن وي.
د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې موافقې هوکړه نږدې یوه میاشت وړاندې شوې وه او د ارزونې لپاره یې ولسمشر غني او د سلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ته ولېږل شوه.