د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې شپږ وسله وال مجرمان نیول شوي


ډ پولیسو مشر نیول شوي کسان رسنیو ته ښيي
ډ پولیسو مشر نیول شوي کسان رسنیو ته ښيي

د پولیسو چارواکي وايي چې له دې شپږو کسانو څخه یې یو شمېر وسلې او نور سامانونه هم نیولي دي.

خوست: د افغانستان د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې پولیسو د سړي تښتونې ، وسله والو غلاوو او موټر تښتونو په تور شپږ کسان نیولي دي.

د پولیسو چارواکي وايي چې له دې شپږو کسانو څخه یې یو شمېر وسلې او نور سامانونه هم نیولي دي.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې یاد کسان د پولیسو په مستقلو او همدارنګه د ملي امنیت او ملي اردو سره په څو ګډو عملیاتو کې نیول شوي دي.

فیض الله غیرت وویل ، په نیول شوېو کسانو کې یو شمېر يې د خپلو سیمو تېښته کړې وه چې بالاخره د اسخباراتي ادارو د پرله پسې هڅو په پایله کې ونیول شو.

په خوست کې نیول شوي کسان
په خوست کې نیول شوي کسان

د ده په وینا ، له یادو کسانو درې میله کلاشینکوفونه او یوه عراده سراچه موټر هم نیول شوی دی.

فیض الله غیرت زیاته کړه ، نیول شوېو کسانو د پولیسو سره په لومړنیو تحقیقاتو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړئ او دوی به ډېر ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپيېندل شي.

د تېرې چارشنبې په ورځ هم د ملي امنیت منسوبینو لخوا ۱۲ کسان د وسله والو غلاوو، لار شوکوونو، ماین ایښودلو او سړي تښتونو د جرمونو په تور له نیول کیدو وروسته رسنیو ته ښودل شوي وو.

XS
SM
MD
LG