د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال د کرنې، سوداګرۍ او صنعت بنسټیز پرمختګ غواړي


دوی زیاتوي یاد ولایت د کرنې، صنعت او سوداګرۍ د اساسي پرمختیا لپاره مناسب فرصتونه لري، خو مرکزي حکومت په تیرو کلونو کې خوست ته پدې برخه کې لازمه پاملرنه نده کړې.

د شنبې په ورځ د خوست د ولایتي شورا یو شمېر غړو او مدني فعالانو مشال راډیو سره په خبرو کې د افغان حکومت لخوا پدې وروسیتو کې د هېواد په کچه د ځنو مهمو پرمختیايي او اقتصادي پروژو د پرانیستې او پیل په اړه خوښي څرګنده کړه او د اساسي پروژو د تطبیق په برخه کې يې خوست ته هم د پاملرنې غوښتنه وکړه.

دوی زیاته کړه، په خوست کې لسیزې وړاندې اوه سیمې د اوبو د ذخیروي بندونو د جوړولو لپاره په نښه شوي، همدرانګه د صنعتي پارکونو، وارداتي برښنا او د غلام خان بندر د ترانزیټ کېدو لپاره دا کلونه، کلونه غوښتنې کیږي، خو په عمل کې هېڅ هم ندي شوي.

د ولایتي شورا غړی نورشاه نوراني وايي:

((د تور کاڼي د اوبو بند دی، د دوه منده او مزغور بندونه دي، د دې تر څنګ ترانزیټ دی او نورې داسې مهمې پروژې په تېرو دیارلسو کلونو کې خوستوالو پيشنهاد کړي، خو متاسفانه پدې موده کې دا پروژې ندي عملي شوي، نو هیله او تقاضا مو له مرکزي حکومته داده چې خوست هیر نکړي، ځکه خوست مهم او سټراټيژیک ولایت دی.))

د خوست د ولایتي شورا یو بل تن غړی قدیم افغان هم ټېنګار کوي چې خوست د اقتصادي پرمختګ ښه ظرفیتونه لري او داسې یادونه يې کوي:

((د ځنګلونو احیاء کول، د ذخیروي بندونو جوړول ځکه موږ په خوست کې د اوو بندونو لپاره ښه موقعیتونه لرو، د ملي پانګوالو د پانګونې لپاره د صنعتي پارکونو جوړول، د وارداتي برښنا انتقال چې موږ سره ولسمشر په اتلسو میاشتو کې د لېږد ژمنه کړې وه، خو عملي شوې نده، د خوست ترانزیټ دی، کچیرې دا بندر په رسمي ډول فعال شي، نو نه یواځې خوست لپاره بلکې د ټول افغانستان د افغانستان په اقتصادي پرمختیا کې به یوه رغنده قدم وي.))

په خوست کې د سولې شورا سرپرست رييس خوشال حسن وايي کچیرې په یاد ولایت کې یو شمېر اساسي پروژې عملي شي، نو دا به د دې سیمې پر امنیت او د سولې په ټینګښت ښه اغېز ولري:

((دا چې پدې وروستیو کې د هېواد ولسمشر لخوا د سلما بند افتتاح او د کجکي او فراه د بندونو د ظرفیتونو د ډېرولو کار پیل شو، چې دا زموږ د هېواد او خلکو د اقتصادي پرمختګ لپاره اساسي کارونو کې حسابیږي، دا چې خوست د هېواد یو سرحدي او سټراټيژیک ولایت دی او په زیانمنونکو سیمو کې راځي نو کچیرې پدې ولایت کې هم اوږدمهاله او اساسي پروژې پیل شي، د سولې په ټېنګښت کې به ښه ونډه ولري، پدې برخه کې د مرکزي حکومت نه د جدي توجه غوښتنه کوم.))

د چارو کتونکی او مدني فعال سپین روان نورزی وايي چې د خوست د اساسي پرمختګ په پروژو باندې په وروستیو کلونو کې په تخنیکي او مسلکي لحاظ کار شوی، خو دا چې خوست د حکومت په کلیدي پستونو کې څوک نلري، نو د دې پرځای چې په یاد ولایت کې پروژې پلي شي، په داسو سیمو کې پروژې پلي شوي هلته يې ګټورتوب لږ دی.

سپین روان نورزی زیاتوي:

((په خوست کې د صنعت، تجارت او زراعت د پرمختګ لپاره مساعد فرصتونه شته او په تېرو ديارلسو کلونو کې يو شمېر ادارو او موسسو په دې ظرفيتونو تخنيکي او مسلکي کار کړى دى، متاء سفانه په افغانستان کې په تېرو کلونو کې د ملي او زيربنايي پرژو تطبيق متوازن نه و او هغو سيمو ته توجه وشوه چې هلته ظرفيتونه کم خو يادو سيمو د حکومت په رهبرۍ کې کليدي شخصيتونه لرل، زه هيله کوم د حکومت رهبري به دا ځل د خوست د پرمختګ عيني امکاناتو ته توجه وکړي او له دې لارې به د افغانستان په اقتصادي، کرنيزه او صنعتي پرمختيا کې ونډه واخلي.))

قومي مشر او مدني فعال سیدکریم خان خاکسار وايي، په خوست کې د ډیریو اوبو مسیر په غرونو کې دی، نو په طبعي توګه د اوبو او برښنا د بندونو جوړول تر بلې هرې سیمې دلته اسانه دي، دی همدرانګه د ملي او اساسي پروژو نه د خلکو ساتنه او ملاتړ هم د پروژو د عملي کولو په ښو شرایطو کې بولي.

XS
SM
MD
LG