د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘نور خپل افغانان مه وژنئ’


د نورستان مرکز پارون کې دیني عالمانو د جمعې په ویناو کې د تل په څېر په هېواد کې د روانې تپل شوي او پردۍ جګړې غندنه وکړه.

د مرکزې لويې جومات خطیب مولوي محمد شفیعوویل له تېرو څو لسیزو د افغان او مسلمان ولس د وژنې او ځورونې لپاره بېلا بېلې جنګې پروژې په بېلابېلو نومونو پلې شوې او اوس هم دغه جنګې پروژې دوام لري.

یو افغان د بل افغان وژنې لپاره مټې رابډوهلې او خپل ورونه وژنې چې درد يې هم دې ولس ته رسېږي

«خپله وینه تویوو،خپل وطن ورانوو او دعوې اوچتې اوچتې لرو، جهاد دی ،اسلام دی، فلان او فلان دی.جهاد هېڅکله د مسلمان د وینې تویولو، د مسلمان مال داخستلو ،د مسلمان عزت پایمالولو او د مسلمان د کور ورانولو جهاد هېڅکله د اسلام په فرهنګ کې نشته.دا درد زموږ دی ،دې باندې موږ ځورېږو ،دا درد زموږ خپل درد دی او دا درد د دې مسلماني خاوری دی.»

هغه وايي باید نور افغانان یو موټی شي ،دوست او دښمن باید وپیژنې د پردیو جنګيپروژو د عملې کولو په ځای دې د افغانستان ابادۍ او د افغان ولس د سوکالۍ په کارونو کې برخه واخلي

«دا بې اتفاقي. ګډوډې او بد امني هم لوي عذاب دی .او سوله الله پاک لوي نعمت حساب کړی دی .پکار ده چې موږ ځان وپیژنو ،خپل دیني او اسلامي مسولیت وپیژنو .خپل مقصد او هدف وپیژنو .»

دینې عالمان وايي د افغانستان اساسي قانون اسلامي دی ،په محکمو کې يې پرېکړې د اسلامي شریعت په رڼا کې ترسره کېږي.

ولسمشر او نور ټول چارواکي يې مسلمانان دي نو په همدې اساس يې پر ضد جنګ جواز نلري

«موږ په دې وران او زخمي حالت کې په دیني لحاظ له نورو ښه یو ،زموږ اسلام او زموږ ایمان انشا الله له پاکستان وله ایران او له هرچا بهتر دی.

ولي موږ خپل هدف خطا کړی او ولې موږ فریب خورو او ولې مو خپل تاریخ شاته اچولی دی . »

عالمان وايي ګاونډیانو او نورو هېوادونو ځکه په افغانستان کې د جګړې پر اور تېل شیندي چې نه غواړي هېواد سوکاله شي او د ابادۍ کارونه ترسره نه شي بلکې افغانان تل دوی ته محتاجوي او سوکاله ژوند ونه لرې

د نورستان دیني عالمان په داسې حال کې په هېواد کې روان جنګ ناورا ګڼې چې له دې وړاندې هم د افغانستان د علماو شورا څو ځله دغه ډول فتواوې صادرې کړې خو بیاهم جنګ او د افغانانو وژنو دوام کړی .

XS
SM
MD
LG