د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې او اروپایي ټولنې اړیکي باید ښه شي

د اروپايي کمېشن مشر ژان-کلاود یونکر وايي، اروپايي ټولنه باید په تېرو دوو کلونو کې پر یو بل د بندیزونو لګولو سربېره له مسکو سره خبرې وکړي.

نوموړي دا څرګندونې تېر ماښام د سېنټ پیټرز برګ په نړیوال اقتصادي فورم کې وکړې. دی په ۲۰۱۴ز کال کې له روسیې سره د اوکراین کریمیا سیمې تر تړلو وروسته، د اروپايي ټولنې تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې په رسمي سفر روسیې ته تللی.

د کریمیا له ځانه سره د تړلو پر سر اروپايي ټولنې پر روسیې بندیزونه ولګول. مسکو هم په ځواب کې د ټولنې پر ځېنو درامداتو بندیز ولګاوه. یونکر وویل، دی د دې ((نظر خاوند دی چې باید له روسیې سره، د هغه هېواد له مشرتابه او خلکو سره خبرې وکړي.))

ده وویل، د روسیې او اروپايي ټولنې اړیکي ((دومره نه دي خراب شوي چې بیا جوړ نشي.))

ده زیاته کړه چې باید دا اړیکي جوړ شي او باوري دی چې دا کېدای شي. خو ده خبرداری ورکړ چې د ۲۸ غړو هېوادونو اروپايي ټولنه به یوازې په هغه صورت کې له روسیې څخه بندیزونه لرې کړي چې کرېملېن د اوکراین په اړه د مېنسک سولې تړون په بشپړه توګه عملي کړي.

له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په لیدو کې یونکر وویل، په اروپا کې ځېنې د ده له ولسمشر سره په لیدو خوشاله نه ول خو ټینګار یې وکړ چې دا د نظرونو د تبادلې یوه موقع وه.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG