د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پر ډیورنډ کرښه نور ورونه جوړوي


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د پولې سمبالو تر سیسټم لاندې به د پاکستان او افغانستان ترمېنځ پر پوله نورې دروازې جوړوي.

د بهرنیو چارو وزارت په وېنا چې په تورخم دروازه به کار روان وي او د افغانستان نه د پولې د انتظام د طریقه کار په اړه د کمک هیله لرو.

په بهرنیو چارو وزارت کې اونیزې خبري غونډې ته د یاد دفتر ویاند نفیس زکریا د یو سوال په جواب کې وېنا وه چې د پولې د انتظام طریقه کار د ترهګرې مخینوی یوه برخه ده.

''بلکل دا به د پولې په نورو برخو کې هم جوړول کیږي ځکه چې د پولې د انتظام طریقه کار بنیادي ډهانچه یواځې تورخم پورې نه دې بلکه زما په خیال ډېرې داسي داخلی لارې دې چې هغې ته به کتل وي خو ظاهره ده چې دا کار به مرحله وار روان وي.''

نفیس زکریا خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د تورخم پر پولې کړکېچ ته دې د جنګ نوم ورنکړې نشي.

د ډز بندې ټکې دې شخړې لپاره غلط دې.

ده ووېل چې د دواړو ملکونو ترمېنځه خبرې اترې روانې دي او ډېر زر به دواړه ملکونه په څه نتیجه ورسي.

''ګورې تاسو چې بیا بیا یو ټکې استعمالوې د ډز بندې نو زما په خیال وړومبې تاسو د دې ټکې مطلب وګورې. کله چې پر پولو داسي قسمه کړکېچ وي نو هغه د نړې په هر دوه ملکونو کې د څه نه څه له وجې مېنځ ته راشي نو د دې مطلب دا نه دې چې هلته جنګ شروع شي نو دا کړکېچ هر هاغه ملکونو ترمېنځه راځي چې پولې لري او هاغه بیا د رابطو او د خبرو اترو د لارې هوارې کړې شي او دا عمل موږ هم خپل کړې دې او څنګه چې ما تاسو ته ووېل افغانستان سره زموږ اړیکې په مختلفو بنیادونو غېر معمولي دي''

د افغانستان د سولې پروسې لپاره د څلور هیوادنو مفاهمتي غونډې په اړه د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ووېل چې پاکستان افغانستان کې امن غواړي ، افغانستان سره تعلقات صرف د یو ګاونډې ملک نه دې بلکه دواړه ملکونه تاریخي ، مذهبي او ثقافتي تعلقاتو کې تړل شوې دي.

''موږ د افغانستان په مشرې د افغانستان سولې عمل لپاره پرعزم یو ، او د یو سهولت کار په توګه موږ د څلور هیوادونو د ډلې برخه یو. په دې تېرو ورځو کې د امریکه د یو پلاوې د دورې په موقع د دې ډلې غړي هیوادونو په افغانستان کې د امن ومصلحت لپاره دعزم اظهار کړې دې ، دې څلور اړخیز ډلې ته د پاکستان ، افغانستان، امریکه او چین حمایت حاصله دې''

خپلو خبرو کې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا ووېل چې د ډیورنډ کرښه یوه حل شوې معامله ده او دا یو نړیواله پوله ده چې د ملګرو ملتونو پشمول امریکا او بریتانیا یې هم مني.

XS
SM
MD
LG