د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو به له افغان ځواکونو سره په میلیاردونه ډالره مرسته کوي


د راپورونو له مخې ناټو غواړي چې تر ۲۰۲۰م کال د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره هرکال پنځه میلیارډه ډالره مرسته وکړي او ناټو به دا ژمنې څه باندې درې اوونۍ وروسته په خپله دوه ورځنۍ سرمشریزه کې اعلان کړي.د افغانستان حکومت د ناټو د دې پرېکړو هرکلی وکړ.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال مشال راډیو ته وویل” موږ د وارسا غونډې ته له شمېرلو لاسته راوړنو سره ځو. د افغانستان حکومت به د وارسا په غونډه کې خپلې شمېرلې لاسته راوړنې د غونډې برخه والو ته کېږدي. د وارسا له کنفرانسه د افغانستان د حکومت هیله دا ده چې په نظامي برخه کې د ناټو اوږد مهاله همکاري له ځان سره وساتي. پر دې کار کېږي او دا د افغانستان د حکومت توقع ده.”

د ناټو مشرانو غونډه د پولنډ په مرکز وارسا کې د جولای په اتمه او نهمه ده.تمه ده چې په دې غونډه کې به د ناټو غړي هېوادونه له افغانستان سره د غوڅ ملاتړ او هلته د ماموریتتمدید پرېکړه وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته خبري غونډې ته د چارشنبې په ورځ وویل"د افغانستان په اړه چې څه پرېکړه موږ کړې ده هغه دا ده چې موږ به د غوڅ ملاتړ ماموریت ته دوام ورکړو. موږ ورته په سیمه کې د بدلون وړ ماموریت وایو او دې ته به ادامه ورکړو، البته په کابل کې به یوو او په نورو مختلفو سیمو کې. موږ اوس پر وروستۍ پریکړې کار کوو چې په ۲۰۱۷م کال کې په ځانګړي ډول څومره پوځیان ولرو. دا هغه څه دي چې وروسته به روان کال پرېکړه وکړو."

د ناټو عمومي منشي داهم وویل چه په افغانستان کې به د ناټو ځواکونو کچه شمېر تر راتلونکې کاله نه کموي.

اسوشیټېډ پریس اژانس څرګندوي چې ناټو به په کابل او بګرام کې په خپلو مرکزونو کې وي، جرمني ځواکونه به په شمال کې فعاله وي او د ایټالیا ځواکونه به په لویدیځ کې.امریکایي ځواکونه بیا په کندهار او جلال اباد کې دېره دي.

XS
SM
MD
LG