د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۲ کسان نیول شوي


د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د ملي امنیت منسوبینو لخوا د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې د وسلوالو غلاوو، لار شوکوونو، ماین اېښودلو او سړي تښتونو د جرمونو په تور ۱۲ کسان نیول شوي دي.

چارواکي زیاتوي، پدې عملیاتو کې د ۲۳ کلاشینکوفونو او ګرنېټ لنچرو په ګډون بیلابیلې سپکې او درنې وسلې همدرانګه په زرګونه فیره کارتوس هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته لویدلي دي.

د چارشنبې پر ورځ خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډیو ته وویل، چې په نیول شویو دولسو تورنو کسانو کې هغه څوک هم شته، چې په قتلونو تورن دي او کشفي او امنیتي ادارې يې د نیولو په هڅه کې وې.

خوست والي وړاندې وايي،نیول شوي کسان له یوې میاشتې راهیسې د کشفي ادارو تر څار لاندې وو او بالاخره په وروستۍ یوه اونۍ کې په مختلفو سیمو او مختلفو عملیاتو کې ونیول شول.

حکم خان حبیبي زیاته کړه:((په تېره یوه اونۍ کې د ملي امنیت د بیدارو منسوبینو لخوا په مختلفو جرمونو کې د لاس لرلو په تور ۱۲ نفرخ اختطافچیان، سارقین، غله، قطاع الطرق، ماین ګزاران او مختلف جنایتکاران نیول شوي دي همدرانګه د ملي امنیت د منسوبینو لخوا مختلف انفجاریه توکي، اسلحې هم په لاس باندې راغلي دي.))

خوست والي د نیول شویو وسلو او مهماتو په تړاو داسې مالومات ورکړل:

((د دې وسلو په ترکیب کې ۱۸ فیره ډېر قوي انفجاریه مرمۍ، یوولس میله کلاشینکوفونه دي، ۲۱ میله سي صدو سیبور توپکې دي، تقریباً په حدود د لس زرو کې مرمۍ دي، دوه میله ګرنېټ لنچر په نوم سلاح ده، همداشان لس شریده د پیکا او ماشیندار مهمات دي، دغه مهمات په تېره یوه اونۍ کې په مختلفو عملیاتو کې چې ځنې يې د پولیسو سره شریک عملیات وو په لاس راغلي دي.))

د خوست چارواکي په یاد ولایت کې ډاډمن امنیت او د امنیتي ادارو لاسته راوړنې دوی سره د خلکو د همکارۍ او امنیتي ارګانونو تر منځ د ښې همغږۍ له کبله ګڼي.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت وايي چې ټول هغه کسان به تعقیب کړي چې غیر قانوني کارونه کوي او یا عامه نظم زیانمنوي:

((هغه څوک چې قانون تر پښو لاندې کوي، عامه نظم اخلالوي او خلکو ته ګواښ ګرځي، د هغو په مقابل کې هر وخت ملي امنیتي ځواکونو جدي اقدام کړئ، د مختلفو جرمونو په تور متهمین د پولیسو او ملي امنیت د منسوبینو لخوا هره ورځ او هره اونۍ نیول شوي او دا لړۍ روانه ده.))

د خوست چارواکو رسنیو سره په خبرو کې د یاد ولایت ډاډمن امنیت د خلکو نږدې همکارۍ پورې تړلی وباله او له خلکو يې وغوښتل چې د ورانکارو بریدونو او فعالیتونو په تړاو معلومات ورکړي، تر څو د هر ډول خونړۍ پېښې له واقع کېدو وړاندې يې پر وخت مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG