پراګ - په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، له پاکستانیو چارواکو سره د ده لیدنو پر وخت ((پر اوربند توافق شوی دی.))
د چارشنبې پر مازیګر له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ د ((کړکېچ)) سطح تر یوه حده کمه کړې ده.
ده وویل، له پاکستانیو واکدارانو سره د ده ملاقاتونه ((مثبت)) ول او دا چې دا لیدنې ((نتیجه باید ورکړي مګر لا تر اوسه نتیجه نه لرو خو هغه فضا مو له [کړکېچه] یو څه اندازه راښکته)) کړې ده.
زاخېلوال دا و نه ویل چې له کومو پاکستانیو چارواکو سره یې لیدلي دي خو دا یې وویل چې څو ((مجلسونه)) یې لرل.
زاخېلوال زیاته کړه ((هیله من)) دی چې د اوربند توافق ((عملي شي)) او په تورخم کې د پاکستان او افغانستان ځواکونو نورې نښتې ونشي.
د تورخم نښتو له کبله د کابل او اسلام اباد اړیکي زښت ساړه شوي دي. د دې تاوتریخوالي په نتیجه کې له څو ورځو راهیسې د تورخم ور تړلی دی.
د مال وړونکو ګاډو مالکان او د ډېورنډ دواړو خواو ته کاروباریان وايي، د وره تړل کېدو ورته لوی تاوانونه رسولي دي.