د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومند کې د حلیمزو ټبر لس کورونه وړنګول شول


د مومندو ایجنسۍ د حلیمزو قبیلې قامي تړون/جرګې د دغه سیمې لږ تر لږه ۱۰ کورونه په باروتو الوځولي دي.

دغه کورونه یې په دې تور چې ګنې ځینې غړي یې له وسله والو طالبانو سره تړاو لرلو، کورونه یې ورته د پولیټکل انتظامیې او عسکری قوتونو په امر ړنګ کړل شوي دي.

ړنګ کړل شوي کورونه د حلیمزو قبیلې د وګړو ول خو یوه یې هم له مشال راډیو سره خبرو کولو ته زړه نه کاوه.

د حلیمزو حاجي رسول خان مومند وايي،دغه کسان مخکیني طالبان ول، ځینې اوس هم ورک دي، ځینې پکې مړه دي، حکومت یې مشران دوه درې ځله راغونډ کړلو او [کوټې موټې] مو ورورانې کړې، د هغوی پلرونه وايي، چې زامن یې له دوی یه باغیان شوي دي، او د پاکستان ریاست ته یې هم وویل که یې تاسو وژنی یا یې بښی موږ یې ملګرتیا نه کوو. موږ دربښلي دي. او موږ یې خپله هم نه پرېږدو.

حاجي رسول خان مومند زیاتوي، په دې کې هېڅ شک نشته چې د دې کورنیو ځینې غړي له طالبانو سره و، خو پاتې غړي یې روغ دي او کورونه یې ورته ورانول ښه کار نه دی.

؛لکه زیاتی ځکه دی، چې کسان تللي نه دي، هم دلته اوسي، دغه یې کورنه ول، او بیا بیا به یې ویل که یې زامن راغلل نو حکومت ته به اطلاع ورکړي. او و دې یې وژني.

حاجي رسول خان وویل، څو ورځو وړاندې پولیټیکل انتظامي مشر او عسکري ځواکونو ویلي ول، که په راتلونکې کې په مومند ایجنسۍ کې چاودنې وشوې نو د چادونې له ځای سره نژدې په سل میټرۍ کې نژدې کورونه یا ابادي به د ډله ییزې ‌ذمه وارۍ په تور ړنګوي.

حاجي رسول خان وايي، د بریدونو، بمونو، چاودنو او ترهګرۍ مخنیوی خو د ریاست او حکومت ذمه واري ده، ولس غریب خو تش لاس دی، له کوټو خپله څوکیداري کوي، نو موږه وايو، دا د حکومت ذمه واري ده، دا د ریاست ذمه واري ده، دا له قام سره ډېر زیاتی دی.

یاده دې وي چې تر دې پېښې څو ورځې وړاندې په دوېزو تحصیل پنډیالۍ کې هم له وسله والو طالبانو سره د تړاو په تور تر لسو زیات کورونه ړنګول شوي ول.

XS
SM
MD
LG