د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: باچاخان که بېنظير بوټو روغتون


د کراچۍ په مومن اباد سيمه کې د باچاخان روغتون د ودانۍ کار د د شاوخوا پينځه کالو راهسې روان دی کوم چې لا سر ته نه ده رسېدلې، دغلته کار کوونکي وايي چې د صوبايي حکومت له خوا د دې نوم د باچاخان پر ځای بېنظير روغتون کېښودل شوی دی.

د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی او د روغتون د بنياد تيږه کېښودونکی امير نواب وايي چې نوم يې نه دی بدل شوی، بلخوا د سيند صوبې د صحت وزير جام مهتاب ډهر وايي چې په صوبه کې په دې دواړو نومونو کوم روغتون نشته او نه يې وداني روانه ده.

د دوه زره ديارلسم نه وړاندې د پيپلزګوند او عوامي نېشنل ګوند د ګډ حکومت غړی او د هغه وخت د مزدورانو صوبايي وزير عامرنواب وايي چې دوي په مومن اباد سيمه کې د باچاخان جنرل هسپتال په نوم د دغه روغتون د بنياد تيږه کېښودې وه چې په درې کاله کې به سر ته رسېدو خو په دوه زره ديارلسم کال د حکومت ختمېدو وروستو پرې کار هغه شان په تېزۍ سره نه کېږي لکه څنګه چې پکار و.

د نوموړي په وینا چې ټېنډر د باچاخان جنرل هسپتال په نوم شوی وو، اول يې نوم بېنظير روغتون وو چې موږ بدل کړو او اوس هم هغه دی بدل کړی شوی نه دی خو کار پرې سم نه کېږي.

((زموږ ورسره تېر کال هم په يوه ليدنه کې دا خبره شوې وه چې خو په دې کار ځنډنی وي، حکومت چې ختم شو نو بيا پرې کار نه کېږي خو که فنډونه ورته سم ورکړی شي نو زر به سر ته ورسي))

په دغه روغتون کې يو کال کار نه کېدلو کوم چې اوس يو وارې بيا پېل کړی شوی دی خو دلته کارکوونکی يو مشر عالمزېب وايي چې د دې روغتون نوم بدل کړی شوی دی او هم د نوم له کبله يې يو کال فنډ نه راتلو، د پيپلزګوند روان حکومت يې نوم بدل کړی او د باچاخان جنرل هسپتال پرځای يې بېنظير جنرل هسپتال کړی دی.

((زما دلته شاوخوا پينځه کاله وشو، اول به پېسې د باچاخان روغتون په نوم راتلې خو اوس د بېنظير روغتون په نوم راځي، يو کال د پېسو له کبله کار ولاړ وو ولي اوس بيا کار پېل شوی او ډېر کار پکې سر ته رسېدلی دی))

د سيند د صحت صوبايي وزير جام مهتاب ډهر وايي چې په صوبه کې نه خو د باچاخان په نوم کوم روغتون جوړېږي او نه د بېنظير روغتون په نوم پروژه د دوي په علم کې ده

((زما د علم مطابق د باچاخان په نوم داسې کوم روغتون دلته نه جوړېږي، نه يواځې باچاخان په نوم بلکې د بېنظيرې په نوم هم دلته د صوبايي حکومت له خوا د روغتون کومه پروژه نشته، که وې نو زما مخې ته به خامخا تېرشوی وی))

که څه هم د صحت صوبايي وزير د دغي روغتون نه ناخبره دی خو د کراچۍ مومن اباد سيمې پينځم نمبر کې د باچاخان جنرل هسپتال يا عمومي روغتون په نوم د دوه سوه بسترو روغتون پروژه د پينځه کالو راهسې روانه ده، دغلته کارکوونکي وايي چې د نيمې نه زيات کار سر ته رسېدلی دی خو د فنډ د کمي له کبله دلته د ودانۍ کار ځنډېدلی وي.

XS
SM
MD
LG