د لاسرسي ځای

تازه خبر

القاعده د طالبانو له نوي مشر سره بیعت اعلان کړ


ایمن الظواهري
ایمن الظواهري

د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په یو غږیز پیغام کې د طالبانو له نوي مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره بیعت اعلان کړی دی.

د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په یو غږیز پیغام کې د طالبانو له نوي مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره بیعت اعلان کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس په یو رپوټ کې راغلي چې ایمن الظواهري په یو څوارلس منټه اوږده غږیز پېغام کې ویلي چې د اسامه بن لادن له عمل سره سم د القاعده شبکې د مشر په توګه د طالبانو له نوي مشر سره بیعت کوي او ټول مسلمانان د نوموړي ملاتړ ته رابولي.

که څه هم تر اوسه د دې غږیز پیغام کره والی نه دی تایید شوی خو افغان حکومت وايي ، دا څرګندوي چې طالبان په هیواد کې پردۍ تګلاره عملي کوي.

د ولسمشر د ویندوی مرستیال دواخان مینه پال په دې اړه مشال راډیو ته وویل ، د ایمن الظواهري دا اعلان یو وار بیا دا جوتوي چې وسله وال طالبان په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو اجنډا عملي کوي.

هغه زیاته کړه ، دوی له پردیو سره یو ځای د افغانستان د خلکو پر ضد ولاړ دي. د افغانستان امنیتي ځواکونه به ټولې هغه ډلې وځپي چې د بهرنیو ترهګرو ملاتړي دي او یا یې بهرني ترهګر ملاتړ کوي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دې لپاره په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو په واک د زیاتوالي پرېکړه کړې چې د ترهګرو ډلو په ځپلو کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

د امریکايي ځواکونو د رول په دې نوې پراختیا کې د وسله والو پر ضد د هوايي بریدونو زیاتېدل هم شامل دي.

خو یو امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن به دا پرېکړه کوي چې څه وخت د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره امریکايي سرتېري د جګړې کرښې ته واستول شي.

تر دې مخکې د امریکا دیارلس پخوانیو جنرالانو او ډیپلوماټانو په یو لیک کې له ولسمشر بارک اوباما غوښتي وو چې په افغانستان کې دې اوسني ۹۸۰۰ امریکايي سرتېري وساتي.

د افغانستان حکومت د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی چې په افغانستان کې یې خپلو ځواکونو ته د وسله والو پر ضد جګړه کې زیات واک ورکړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري د شنبې په ورځ فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د امريکايي ځواکونو پراخ رول به په مځکنیو عملياتو کې د افغان ځواکونو ظرفيت لا نور زيات کړي.

وزيري وويل دوي په ميدان کې نورو پوځيانو ته اړتيا نلري خو سلاکارانو ته ضرورت لري چې هوايي ځواک نور پياوړی کړي.

د جرمني خبري اژانس DPAد افغان ولسمشر وياند شاه حسين مرتضوي له قوله وايي چې افغان ځواکونه له خپلو امريکايي ملګرو څخه هوايي او مځکني ملاتړ ترڅنګ استخباراتي مرستو ته اړتيا لري.

سپينې ماڼۍ ويلي چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې په نوي ماموریت کې برخه نه اخلي بلکي له افغان ځواکونو سره فعاله کردار ترسره کول غواړي.

XS
SM
MD
LG