د لاسرسي ځای

تازه خبر

'بلوچستان کې به د ټولو وسله والو خلاف عملیات کېږي'


د کوټې لاء کالج پرنسیپل امان الله خان اڅکزی د جون میاشتې پر ۸ مه نېټه په یو هدفي برید کې ووژل شو
د کوټې لاء کالج پرنسیپل امان الله خان اڅکزی د جون میاشتې پر ۸ مه نېټه په یو هدفي برید کې ووژل شو

د روانې جون میاشتې پر ۸ مه نېټه د بلوچستان پوهنتون لاء کالج پرنسیپل بېریسټر امان الله اڅکزی په یوه وسله وال برید کې ووژل شو. تر دې مخکې هم په بلوچستان کې په تېرو څو میاشتو کې په ورته پېښو کې سرکاري افسران وژل شوي دي. په صوبه کې د پښتنو مسلکي کسانو وژنې یو شمېر پوښتنې راپورته کړې دي چې ځيني یې د وژنې یوه نوې سلسله بولي. خو حکومت وايي د پېښو پلټنو لپاره ګامونه اخیستل شوي دي او ذمه وارو کسانو ته په رسېدو کې به کامیاب شي او د ترهګرۍ خورولو ټولو وسله والو ډلو خلاف به عملیات کېږي.

د بلوچستان حکومت ویاند انورالحق کاکړ وايي د ټولو وګړیو حفاظت د حکومت ذمه واري ده چې په دې لړ کې ګامونه هم پورته کوي.نوموړی د اچکزي د وژنې په اړه وايي د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

(د بېریسټر امان الله وژنه یو ډېر لوی تاوان دی، هغه د مخ ځوان و، یو ډېر پوهاند و، سبق یې هم له بهره ویلی و، د صوبې ټولې امنیتي او استخباراتي ادارې اخته دي او انشاءالله د هغه قاتلان به هرومرو لټوو، دا یوه هدفي وژنه ده، د شورو/چارشنبې په ورځ هم د اعلا وزیر ثناءالله وزیر په دفتر کې د لویې کچې یوه بېړنۍ غونډه وشوه، په هغه کې ډېرې خبرې وشوې چې موږ یې اوس نه شو په ډاګه کولای، پلټنې هم روانې دي او د ټولو وسله والو ډلو پرضد به عملیات کېږي. او ولس به یې ډېر ژر نتیجه وویني.)

د بلوچستان پولیسو مشر احسن محبوب وايي، څو کاله مخکې یې مسلکي کسانو ته شخصي سیکیورټي ورکړې وه خو د حالاتو ښه کېدو وروسته یې بیرته واخیستله. نوموړی وايي اوس به د مسلکي کسانو امنیت په لړ کې نوي ګامونه پورته کوي.

(د ملسکي کسانو وژنه له ډېر وخت راهیسې قابو کړل شوې وه، یوازې پولیس په هدفي وژنو کې په نښه کېدل، له بده مرغه دغه ډول پېښه دوه درې کاله پس رامنځته کېږي. د بېریسټر امان الله خان وژنې ته په کتو مو هڅه ده چې په امنیتي برخه کې نیمګړتیاوې لیرې کړو. د هغې لپاره نوې کړنلاره جوړوو. د یو مسلکي کس د وژلو تر شا یو کوښښ و چې د ویرې او لاقانونیت احسا خور کړل شي.)

په کوټه کې خبریال شهزاده ذوالفقار وايي په خېبر پښتونخوا کې داسې وژنې شوي دي.او دانوې سلسله ده چې په بلوچستان کې مسلکي کسان وژل کېږي. نوموړی د دغو وژنو په اړه وايي:

(د بلوچستان په مرکز کوټه کې له تېرې یوڅه مودې راهیسې هدفي وژنې کمې کړل شوې وې، خو بېریسټر امان الله خان اڅکزي نه پنجابۍ و، نه یو له یوې فرقې سره د هغه تعلق و، او پولیس هم پر دې حیران دی چې دا سړی ولې په نښه شوی دی. د بېریسټر اڅکزي وژنه د ټولو لپاره د حیرانتیا وړ خبره ده. او دغه وژنه د خلکو لپاره هم د ویرې خبره ده. چې کېدای شي له دې سره لکه د هدفي وژنو لړۍ بیا پیلېږي.)

په 2015م کال کې د بلوچستان د کورونیو چارو وزارت په یو رپورټ کې ویل شوي وو چې په صوبه کې په هدفي وژنو کې کمې شوی دی. خو خبریال سېد علي شاه وايي داسې نه ده بلکه هدفي وژنې او د پیسو لپاره تښتونې هم هغسې روانې دي.

په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتونپالو تر څنګ یو شمېر وسله والې ډلې د دغه صوبې د بدامنۍ په پېښو کې په لاس لرلو تورنېږي.

XS
SM
MD
LG