د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان کې د غېرت په نامه د ښځو وژنې زیاتې شوې دي'


لاهور: پولیس د هغه کور مخې ته ولاړ دی چې یوه نجلۍ پکې د غیرت په نامه ژوندۍ سوځول شوې وه. ۸ جون ۲۰۱۶
لاهور: پولیس د هغه کور مخې ته ولاړ دی چې یوه نجلۍ پکې د غیرت په نامه ژوندۍ سوځول شوې وه. ۸ جون ۲۰۱۶

دبشري حقونو کمېشن وايي په پاکستان کېد غیرت په نامه د ښځو وژنې سېوا شوې دي او دا ځکه چې د مخنېوي پر قانون یې عمل نه کېږي. بل پلو د پاکستان اېوان بالا (سېنېټ) هم پر حکومت غږ کړی چې د غېرت په نامه د ښځو وژلو او بيا سوځولو پرضد دې يو خصوصي قانون جوړ کړل شي او له پارليمانه دې په متفقه توګه منظور کړل شي.

دې ورستیو کې د پنجاب په لاهور ښارکې د غېرت په نوم د وژل شوې نجلۍ زینت په اړه د پاکستان بشري حقونو کمېشن مشره زهره یوسف وایي، دا پېښه د اندېښنې وړ ده باید چې حکومت د داسې پېښو مخنيوي لپاره سخت ګامونه پورته کړي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې زهره یوسف وویل، باید هغه لامل ولټول شي چې ولې یوه مور د لور وژلو ته مجبوره شي.

د نوموړې په وینا چې له تېرې څه مودې راهیسې په پاکستان کې د غېرت په نامه د ښځو وژنو کې زیاتوالې روان دی چې وجه یې په ملک کې پر قانون په سمه توګه عمل نه کول دي.

"داسې ښکارې چې د پارليمان غړي د ښځو معاملې په سنجيدګې سره نه اخلي او دا ځکه چې په پارليمان کې زياته شمېره د سړیو ده او زيات پارليمانې غړي له جاګيردانه نظام سره تعلق لري نو د هغوی لپاره د ښځو حقوق او قانونسازي هېڅ څه اهميت نه لري. وزير اعظم خو ویلي ول چي حکومت به په قانون کې ترميم کوي او نوی قانون به جوړه وي خو تر دې دمه په دې هېڅ کار نه دی شوی او که اوس د اپوزيشن لخوا داسې یو بل راوړي نو حکومت ته پکار ده چې مرسته یې وکړي."

بل خوا په هم دې لړ کې د زيارت په ورځ د پاکستان سېنېټ پر حکومت غږ کړی چې د غېرت په نامه د ښځو وژلو او بيا سوځولو پرضد دې يو قانون جوړ کړل شي چې پکې ککړو کسانو ته سختې سزا ګانې ورکړل شي نو دا رنګ به د دې پېښو مخنیوې کېږي.

له مشال راډیو سره خبرو کې سېنېټرې ستاره اياز وويل چې ورځ په ورځ د غیرت په نامه د ښځو وژنو کې زياتوالی د حکومت ناکامي ده. د ملک نيمه ابادي د ښځو ده خو که چرې د دوی د تحفظ او حقونو لپاره موثره قانونسازي و نه کړل شوه نو ملک به د خرابۍ په لور ولاړ شي.

"ما مخکې هم په سېنېټ کي دا ويلي ول داسې مضبوطه کمېټۍ دې جوړه کړل شي يا په وزارتو کې کوم چې د ښځو وزارتونه دي په هغه کې دې يو داسې مضبوط نظام جوړ کړل شې چې د دغه جوړکړل شویو قوانينو په پیلې او منظمه توګه څارنه وکړي او په دې عمل وکړل شي. خو اوسني حکومت چرې هم په خپل اقتدار کې د ښځو خود مختارۍ ته توجه نه ده ورکړې. موږ مخکې هم د ښځو حقونو لپاره آواز اوچت کړی و بيا به یې هم اوچتوو خو د دې لپاره عملي ګامونه پورته کول پکار دي هغه به حکومت کوي او موږ به په حکومت دباو اچوو ځکه چې دا د رياست زمه واري ده"

د بشري حقونو رپورټ تر مخه په 2015 کال د غيرت په نوم د ښځو د وژنو شمېره تر یو زروپورې وه.

ياده دې وي چې سږ کال د غيرت په نامه د ښځو وژلو او بيا سوځولو دا درېمه پېښه ده.

تر دې وړاندې د مې مياشت کې د مري په علاقه کې او د اپرېل په مياشت کې د خېبر پښتونخوا په اېبټ آباد علاقه کې دوه نجونه د غېرت په نامه تر وژلو وروسته سوځول شوې وې.

XS
SM
MD
LG