د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې لا کالج پرنسپل امان الله اڅکزی ووژل شو


امان الله اڅکزی
امان الله اڅکزی

په کوټه کې د پولیسو سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې موټر سایکل سپرو وسله والود لاء کالج بېریسټر امان الله اڅکزی وواژه.

پوليس وايي د لاء کالج رئيس په خپل موټر کې پوهنتون ته پر لاره وو چې د سپيني او بروري سړک تر منځ په "ترخه کلي" کې وسله وال ورته ودرېدل او د هغه پر موټر يې پرله پسې ډزې وکړې چې وايي، په نتيجه کې يې نوموړى سخت ټپي شو او روغتون ته تر رسولو مخکې يې ساه ورکړه.

د پوليسو يوه مشر منظور سرور په روغتون کې رسنيو ته وويل چې د لا کالج پرنسیپل پر سينه له لسو تر دوولسو پورې مرمۍ لګېدلې دي.

ده وويل د پېښې په اړه پلټنه کوي او ډېر ژر به د پېښې ککړ کسان ونيول شي او د قانون منګولو ته به و سپارل شي:

"له ډېرې مودې وروسته د يوه مسلکي کس د هدفي وژنې پېښه وشوه، که خداى کول موږ به يې په اړه شواهد تر لاسه کړو چې تر شا يې هر سبب وو هغه به را برسېره کړو او په کې لاس لرونکي کسان به يې په سزا ورسوو."

د کوټې مدافع وکيلان تر دې پېښې وروسته سمدستي د کوټې دولتي روغتون ته را ورسېدل، د لاء کالج د رئيس پر وژنه يې د احتجاج په توګه محکمو ته له ورتګه بايکاټ وکړ او درې ورځنى ماتم يې اعلان کړ.

د لا کالج پرنسیپل مړى د هغه کور ته يووړل شو، مدافع وکيلانو د کوټې ښار لوى زرغون سړک د موټرو پر مخ وتاړه او احتجاج يې پيل کړ.

په صوبايي حکومت کې د شامل پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبلۍ غړى نصرالله زېرى وايي، امان الله خان اڅکزى يو روښنفکره انسان وو، ځکه نو د علم دښمنانو هغه په هدفي توګه و واژه:

"پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا پېښه په کلکه غندي، يقيناً زموږ حکومت به د ده قاتلين په سزا رسوي، دى يو ځوان روښنفکره تعليميافته سړى وو، له چا سره يې هيڅ شخصي دښمني نه وه. "

د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي او اعلى وزير نواب ثناوالله زېري د لاء کالج پر رئيس دا بريد په کلکه غندلى او امنيتي ادارو ته يې په بېړنۍ توګه د بريدګرو د نيولو امر کړى دى.

د ده د وژنې مسووليت لا تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى او نه يې هم د وژنې اصلي علت مالوم دى، خو تر دې وړاندې هم په کوټه کې په وار- وار د پوهنتون استادان په هدفي پېښو کې وژل شوي دي.

قانونپوه امان الله خان اڅکزي په لندن کې حقوق لوستي ول او له تېر يوه کاله راهيسې يې د کوټې لاء کالج پرنسیپل دنده پر غاړه لرله.

د يادونې وړ ده چې پينځه کاله وړاندې د ٢٠١١میلادي کال د جون په لومړۍ نېټه د بلوچستان پوهنتون استاد ليکوال او شاعر پروفيسر سبا دشتياري هم په کوټه کې ناڅرګندو کسانو په ډزو وژلى وو.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG