د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت: د کجکي بند به په ۳ کالو کې بشپړ شي


د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وویل چې د کجکي بند انکشافي پړاو به درې کاله وخت ونیسي او په بشپړېدو سره به یاد بند د سیمې په کچه په یوه ستر بند بدل شي.

ښاغلي عثماني زیاته کړه د کجکي د دریم توربین کار په دې وروستیو کې پیل شوی او هیله یې وښودله چې د روان میلادي کال تراکتوبر پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د هلمند کجکي د برښنا بند د بنسټه ډبره په ۱۳۳۲ کال کې د سیلابونو د کنترول، د ځمکو د اوبولو او برښنا د تولید لپاره کېښودل شوه.

XS
SM
MD
LG