نوموړي پرون د ار لینګټن په قومي هدیره کې یوه نامعلومه پوځي پر قبر د ګلونو ګيډۍ کېښوده.
ټاکل شوی چې نن (سېشنبه) به ولسمشر باراک اوباما په سپېنه مانۍ کې له نریندرا مودي سره ملاقات کوي.
تمه ده چې دواړه مشران به د واشنګټن او نوي ډیلي ترمنځ د ممکنه دفاعي تړون په اړه خبرې اترې وکړي، دا راز به په هند کې د اتومي توانايي په برخه کې د امریکايي سرمایه کارۍ په موضوع هم بحث کېږي.
ویل کېږي چې سبا به نریندرا مودي د امریکايي کانګریس ګډې غونډې ته وینا کوي.
په ۲۰۱۴م کال کې د وزیراعظم جوړیدو راهیسې امریکا ته د نریندرا مودي دا څلورم سفر دی.