د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني: د هلمند په ادارو کې به اصلاحات راولم

محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ دا څرګندونې په ناکراره هلمند ولایت کې د ځايي چارواکو او قومي مشرانو یوې غونډې ته وکړې.

نوموړي که څه هم د امنیتي وضعیت د ښه کېدو ډاډ ورکړ خو ویې ویل:

" سږنی کال اسانه نه دی، سړی باید ځان ونه غولوي. د پردیو مزدوران پرله پسې هلمند ناکراره کول غواړي. ځکه دغه ولایتد لوېدیځ او جنوب زړه دی."

خو افغان ولسمشر وویل، هلمند د تمدنونو مور ده او هېڅوک باید ورته په کمه ونه ګوري.

ولسمشر غني د هلمند خلکو ته وویل چې د کجکي پر بند کار روان دی او سږ کال به یې رسماً پرانیزي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG