د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات والي پر پښتو مین و


Prague: Swat state ruller Mian Gul Jahanzeb tomb. 06jun2016
Prague: Swat state ruller Mian Gul Jahanzeb tomb. 06jun2016

د سواستو ارټ اېنډ کلچر اسوسيېشن تر سیوري لاندې په سوات سيدو شريف کې د سوات رياست وروستي باچا مياګل عبدالحق جهانزېب کالیزه ولمانځله او هغه ته یې پېرزوینې وړاندې کړې.

؛ له ۱۹۴۹ کاله تر۱۹۶۹م کاله میاګل عبدالحق جهانزېب په خپله شل کلنه دوره کې په سوات کې یوه بې سارې واکمني کړې چې له کبله یې د سوات ریاست په لرو برو پښتنو کې یو ځانګړی ارزښت او حثیت لري، د دغه ریاست ډېری قوانین له پښتني دودونو او رواجونو جوړ کړل شوی و.؛ دغه څرګندونې د سواستو ارټ اېنډکلچر اسوسيېشن مشر عثمان ولسيار د سوات والي مياګل عبدالحق جهانزېب د يوسل اتمې کالیزې لمانځلو پر مهال وکړې.

نوموړی زیاتوي چې سوات والي له پښتو ژبې سره بې کچه مینه لرله، ځکه خو یې د ریاست سرکاري ژبه پښتو ګرځولې وه، چې پکې ولس ته د تعلیم هم په پښتو ژبه ورکول کېدلی او دفتري چارې به هم ټولې په پښتو ژبه ترسره کېدلې.

ښاغلی ولسیار وايي، لکه باچاخان چې د پښتنو د ازادۍ غورځنګ او عدم تشدد یو اتل و نو دغه ډول میاګل عبدالحق جهانزېب د پښتنو یو لوی انتظامي اتل و.

دسوات پوهنتون استاد او د سيدوشريف اوسيدونکي قاضي عبيدالله له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د سوات والي په خپله واکمني کې د رياست ولس لپاره مثالي کارونه کړي ول.

دی وايي، د سوات والي په وخت کې چې دغه ریاست څنګه پرمختګ کړی و نو د پاکستان حکومتونه که سل کاله نوره واکمني او حکومتونو وکړي خو د میاګل جهانزېب غوندې ترقي او پرمختګ سوات ته نشي ورکولی. که سکولان ول، کالجونه ول، روغیتايي مرکزونه ول، پلونه ول، سړکونه ول، بنیادي پرمختیايي ډانچه او اډانه وه، د هاغه مهال ټولنیز ژوند او یا عدالتي نظام و که له هرې یوې زاویې ورته وکتل شي نو د سوات والي پر کارونو پي اېچ ډيګانې کېدلای شي.

د سوات یوبل اوسېدونکي شاعر او اديب آفتاب سپرلي ویل والي میاګل جهانزېب په واکمنۍ کې د سیمې کلتور ډېره وده او پرمختګ کړی و.

د سوات والي په وخت کې دلته یو مثالي امن و، کلتور وده کړې وه، مېلې او جشنونه شوي دي، هاغه په خپله دوره کې کلتوري میراث ژوندی ساتلی دی. هم د والي صاحب په وخت کې د لرغونپوهانو یو اتالوی کمیشن دلته راغلی و چې تر دا ننه د سوات په لربر کې لرغوني اثار لټوي. خو له بده مرغه زموږ تاریخي میراث ورځ تر بلې په ختمېدو دی.

د سواستو ارټ اېنډ کلچر اسوسيېشن د پاکستان له سرکاره وغوښتل چې د سوات پخوانۍ تعليمي ادارې جهانزيب کالج ته دې تاريخي حيثيت ورکړل شي او دغه ودانۍ دې قومي ورثه وګرځول شي.

XS
SM
MD
LG