د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په کلنۍ بودیجه کې تر پرمختیايي کارونو دفاع ته زیاتې پېسې اېښودل شوې دي


اسلام اباد: د پاکستان د خزانې وزيراسحاق ډار د جمعې په مازيګز د دې هېواد د۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ مالي کال لپاره د ۴۳ کربه او ۹۴ اربه روپۍ بجټ وړاندي کړ.

په بجټ کې د پرمختيايي کارونو لپاره ۸۰۰ او د دفاع لپاره ۸۶۰ اربه روپۍ مختص کړل شوي دي.

د پخوانیو – ريټايرډ – وفاقي ملازمينو په پنشن کې لس فيصده زياتوالی شوی دی.

د بجټ وړاندې کولو پر وخت اسحاق ډار وويل، د قبايلي سيمو د بې کوره کړل شوو کسانو لپاره هم پيسې بېلې کړل شوې دي.

اسحاق ډار وویل ، د پوځي عملياتو له وجې په عارضي توګه بې کوره کړل شوي کسان د هېواد په بيلا بيلو برخو کې ژوند کوي.

دی وویل ، د دوی د ستنولو عمل روان دی او د جاري ساتلو، د دوی امنيت او پرمختيايي کارونو لپاره ۱۰۰ اربه روپۍ اېښودل شوي دي.

اسحاق ډار زیاته کړه چې کروندګرو ته به د قدرتي شرې لپاره د ۱۱ اربه روپيو رعايت ورکول کيږي او هم داسې د زرعي پورونو په ورکولو کې هم ۱۰۰اربه روپۍ زياتوالی شوی دی.

په دې اړه تفصیل د سراج ظهیر په رپوټ کې واورئ.

پاکستان: په کلنۍ بودیجه کې تر پرمختیايي کارونو دفاع ته زیاتې پېسې اېښودل شوې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG