د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان د افغان طالبانو او حقاني شبکې ضد عملیات نه دي کړي'


د امريکا بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې د ترهه ګرۍ په اړه خپل یو کلنی راپور خپور کړی چې پکې پر پاکستان تور پورې شوی چې د ترهګرو او ناقانونه ګرځول شویو ډلو ټپلو لکه لشکر طيبه، جېش محمد، اوحقاني شبکې خلاف یې د پام وړ ګامونه نه دې پورته کړي.

د رپورټ له مخې په نړۍ کې د ۲۰۱۴م کال په نسبت په۲۰۱۵م کال د ترهه ګرۍ په پېښوکې ۱۳ فيصده کمی راغلی دی خو د ترهه ګرۍ خطره لا اوس هم شته۔

خو کار پوهان وايي، له دغه ډول بيانونو سره د امریکا او پاکستان اړیکې خرابېدلای شيي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د دفاعي چارو کارپوه ريټایېر بريګېډیېر سعد محمد وايي، د امريکا لخوا داسې بيان د افغانستان حالاتو په تناظر کې راځي خو امريکا ته پکار ده چې پر خپله تګلاره بیا کتنه وکړي.

"چې افغانستان کې لږ حالات ښه شي، د خبرو اترو لاره پر سمېدو شي نو د امريکا په بیانونو کې لږه نرمي راشي او چې کله په افغانستان کې حا لات خراب شي او مذاکراتو کې وځنډېږي او د مذاکراتو کاميابۍ لپاره یو څه لار نه جوړېږي نو داسي سخت بيانونه راځي۔ له تېرو څو مياشتو راهیسې د افغانستان طالبان خبرو ته زړه نه کوي، او کله نه چې ملا منصور وژل شوی دی۔ نو د دې له وجې امريکا په پاکستان صرف فشار اچوي چې په افغانستان کې جګړه لږه کنټرول شي۔"

په رپورټ کې ويل شوي دي چې دپاکستان قبایلي سیمې شمالي وزيرستان کې د پوځي عملیاتو ضرب عضب په وجه القاعده تنظيم کمزوری شوی دی خو بيا هم په افغانستان کې حملې د پاکستان له پټو ځايونو څخه کېږي.

يو بل کار پوه خادم حسين د بریګېډیېر سعد محمد له څرګندونو سره همغږی دی چې د پاکستان په اړه د امریکا له دغه ډول سختو بیانونو سره د دواړو هېوادونو تعلقات نور هم کړکېچنېدلای شي نو پاکستان حکومت ته پکار ده چې د قامي کړنلارې (نېشنل اېکشن پلان) د واضح شوې پاليسۍ لاندې یو څه قانونسازي وکړياوپه دغه کړنلاره دې لاسپورې کول باوري کړي.

"وړومبۍ خبره دا ده، دغه قسمه کالعدم تنظيمونه چې په پاکستان کې او له پاکستانه بهر ترهه ګري کوي نو د هغوی مشران دې له ازاد تګ راتګه ودروي. دويمه خبره دا ده چې د هغوی روزنیز مرکزونه دې وتړل شي. او درېيمه خبره دا ده، دغه قسمه تنطيمونه چې د یو بل رياست پرضد عمليات کوي او د یو بل رياست اوسېدونکي هم وي نو هغوی ته دې وویل شي چې له دې خاورې داسي عمليات و نه کړي او که یې بيا هم نه مني نو پکار ده چې هغوی ته په سختۍ وويل شي چې دا ملک پرېږدي او که نه وي نو داسې خلک دې په حراست کې واخیستل شي او د هغوی خلاف دې د قانون له مخې کاروايي وکړل شي۔ "

په رپورټ کې راغلي دي چې پاکستان، افغان طالبان او حقاني شبکه د مذاکراتو لپاره په راضي کولو کې مدد کړی دی۔ او دا هم چې د پاکستان رسنۍ ادارې پیمرا د دوو کالعدم تنظيمونو پر مېډیا پوښش یا کوورېج بندیز لګولی دی خو په ملک کې د هغوی په چنده راټولولو لا هم هېڅ پابندي نشته.

رپوټ: رفعت انجم

XS
SM
MD
LG