د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزی د نواز شریف په بلنه اسلام اباد ته ځي


د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف په اسلام اباد کې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هرکلی کوي. ۲۶ اګست ۲۰۱۳
د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف په اسلام اباد کې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هرکلی کوي. ۲۶ اګست ۲۰۱۳

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، چې راتلونکې میاشت به د پاکستان وزیراعظم په بلنه اسلام آباد ته سفر کوي.

د سېشنبې/نهې په ورځ په کابل کې د پاکستانیو خبریالانو له یوې ډلې سره د خبرو په وخت نوموړي وویل وزیراعظم نواز شریف ورته څو ورځې وړاندې دغه بلنه ورکړې وه چې ده ورته مثبت ځواب ویلی دی.

د مشال راډیو خبریاله چې په دغه ډله کې شامله ده وايي، حامد کرزي د افغانستان او هند ترمنځه د تعلقاتو په اړه دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل افغانستان کله هم له نورو هېوادونو سره د پاکستان پر تعلقاتو نیوکې نه کوي ځکه چې هر خپلواکه هېواد له بل هېواد سره په تعلقاتو کې آزاد وي.

خو نوموړي وویل افغانستان تل دا یقیني کړې چې خپله خاوره به د بل هېواد خلاف استعمالېدلو ته نه پرېږدي.

حامد کرزي په دغه موقع زیاته کړه چې د افغانستان شخړی حل سوله ده او د سولې هر کوښښ ته هرکلی وايي.

XS
SM
MD
LG