د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د نویو او زړو موټرو چلوونکي په خپلو کې جنجال لري


په خوست کې د ګاډو هړتال
په خوست کې د ګاډو هړتال

د شنبې او یکشنبې په ورځ په خوست ښار کې موټر چلونکیو د کابل د موټرو اډه د یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ اړوند په خلبیسات بازار کې د ګاډو د نوي اډې د جوړولو په اعتراض او مخالفت کې تړلې وه.

دوی همدرانګه ویل، چې خوست ته نوي راغلي ټوډي او بکسو ګاډو ته هم باید د نوې اډې د جوړولو اجازه ورنکړل شي، ځکه کله چې سړکونه خراب وو، نو دوی سپرلي چلوله، خو کله چې سړک پوخ شو نو اوس د لوکسو ګاډو مالکین او نوې اتحاديې رامخې ته شوي دي.

بل لوري ته د ځمکني ترانسپورټ اداره د نویو اډو د جوړولو پر وړاندې کوم قانوني ممانعت نه بولي او د زړو او پخوانیو ګاډو اعتراض هم پر ځای نه بولي.

دوی وايي چې باید مسافرینو ته د اوسني عصر د اړتیاوو سره سم عصري او پرمختللي ترانسپورټي خدمتونه وړاندې شي.

په خوست کې د موټرچلونکیو لاریون
په خوست کې د موټرچلونکیو لاریون

د یکشنبې په ورځ د کابل په اډه کې سلګونه مسافر چې په ترکیب کې يې سپینږیري، زنانه او ماشومان هم ول تر غرمې د ګاډو په تمه وو.

دوه تنو مسافرو مشال راډيو ته خپلې ستونزې داسې بیان کړې:

« نوم مې مامور علي جان دی، د سهار په ۷ بجو راغلی یم، کابل ته ځم، دومره کرایه راسره شته چې ایله پرې ځان کابل ته ورسوم، که دا پیسې زه دلته په هوټل کې وخورم سبا زه سوال وکړم که څه وکړم، که داسې پنځه کسه پورته کیږي او اډه بندوي نو بیا حکومت د څه شي لپاره دی؟ »

« محمد ولی شا د تورې وړۍ اوسیدونکی یم، خلکو ته ډېر زیات تکلیف دی، ګرمي ده، د ولایت نه مو خواهش دی، چې دا معامله ژر خلاصه کړي، مسافرین ټول د ټپریو او څادرو لاندې ګرمۍ ته پراته دي.»

د زړې اډې یو تن ډریور وايي، چې دوی یواځې د نویو ګاډو د دویمې اډې مخالف دي، نه دې موټرو، که هغوی راشي او دوی سره په اډه کې شریک شي، نو اعتراض نلري:

« زه یاقوت خان یم د ځاځي میدان اوسیدونکی، زه د ټوډیو ډریورانو ته خواست کوم چې موږ ته دې راشي موږ په اډه کې ځای ورکوو، څه رقم چې موږ چلیږو په هماغه رقم دې دوی هم وچلیږي، د بکسو والا ته هم د پلانکوچونو والا خواست کوي، چې دوی سره یو ځای وچلیږي، موږ دا حالت ندی خوښ چې زنانه ، ماشومان او سپینږیري دې په تکلیف شي، موږ پوهیږو چې هر یو مشکل لري.»

یو بل تن موټر چلوونکی هم د نویو ګاډو د جدا اډې مخالفت کوي او وايي، چې پدې کار سره د دوی کاروبار اودریږي:

« زما نوم اسیم الله دی، د نویو موټرو پدې مخالف یو، چې رادې شي په اډه کې دې راسره نمبر ولیکي دی هم ټکسي دی زه هم ټکسي یم، کتابچه دی هم لري او زه يې هم لرم، بکسه هم څوارلس نفره وړي او پلانکوچ هم څوارلس نفره وړي، ټوډي شپږ سوه کرایه اخلي او زه پنځه سوه افغانۍ کرایه اخلم.»

د خوست ولایت د ځمکني ترانسپورټ سرپرست رييس قاري بادشاه ګل عجب زی وايي چې په خلبیسات کې يې نوې اډې ته د قانون په چوکاټ کې اجازه ورکړې او دا مساله يې د وزارت او ولایت له مقام سره شریکه کړې ده.

ده وویل دا چې اوسمهال خوست والي په سفر تللی، نو د لنډ مهال لپاره هغه پخواني اصول تطبیقوي، خو هر کله چې خوست والي راشي، نو دوی به پدې اړه پریکنده تصمیم ونیسي:

« د خلبیسات خلکو اډه غوښته موږ يې اصولي مراحل ترسره کړل، دوی ته مو د اډې اجازه ورکړه، هر کله چې ډریورانو دلته اعتراض وکړ چې موږ هغه اډه نه منو، دا نوي لوکس موټر هم نه منو، پدې خبرو يې اډه بنده کړه، اوس مو هغه پخواني شکل ته واړول هر کله چې والي صیب راغی نو موږ به بیا د قوانینو په تطبیق اجراات وکړو.»

د خوست د ځمکني ترانسپورټ سرپرست رييس وړاندې وايي، چې خوستوال د ترانسپورټ په برخه کې معیاري خدمتونه غواړي او اداره يې د خلکو لپاره د معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته ژمنه ده.

« د خلکو غوښتنه له موږه داده چې په کوم وخت کې چې موږ اوسیږو خدمات هم باید د دې وخت سره برابر وي، نو د خلکو په اسانتیا کې قوانین ممانعت نلري، موږ به انشاالله په معیاري شکل خوستوالو ته ترانسپورټي خدمتونه وړاندې کړو.»

خوست چې د کابل سویل لویدیځ لوري ته په خواوشا ۲۲۰ کیلومتره واټن کې پروت ولایت دی او له څو میاشتو راپدېخوا يې د سړک د پخولو چارې بشپړې شوي، په ټوله کې مسافرین يې له ترانسپورټي خدمتونو څخه پوره راضي ندي .

دوی وايي، چې د دې لارې کرایه لوړه ده، ټکسي ګاډي يې د سړې او تودې هوا لپاره اسانتیاوې نلري، ګاډي يې زاړه دي او د لارې په اوږدو کې ډریوران هم هغه ټرافیکي اصول په سمه توګه نه مراعیتوي.

XS
SM
MD
LG