د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ عملیاتو له شمالي وزیرستانه نور خلک بې کوره کړي


په خوست کې د کډوالو پخوانی عکس
په خوست کې د کډوالو پخوانی عکس

افغان چارواکي وايي ، په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځي عملیاتو له کبله په سلګونه نورې کورنۍ د ډیورنډ کرښې هغې بلې خوا خوست ولایت ته ورکډه شوې دي.

خوست: افغان چارواکي وايي ، په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځي عملیاتو له کبله په سلګونه نورې کورنۍ د ډیورنډ کرښې هغې بلې خوا خوست ولایت ته ورکډه شوې دي.

دوی وايي ، دا کډوال اوس مهال د تڼو ولسوالۍ په سرحدي سیمو میرسفر ، مندته او پڅه مېره سیمه کې اړولي دي.

د خوست مرستيال والي شير باچا نن مشال راډيو ته وويل له راغليو کډوالو سره به هر ډول خوراکي او غیر خوراکي مرستې کوي.

د شمالي وزيرستان د سيدګۍ قوم د مېزر مداخيل او د شوال د زوۍ سيمې اوسيدونکو تيره ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د پاکستاني پوځ د هوايي بمباریو له کبله یې کورونه ړنګ شوي او دوی پر کډو مجبوره شوي دي.

دې بې کوره کړل شوو خلکو غوښتنه وکړه چې افغان حکومت او نړیوالې ادارې دې ورسره مرسته وکړي.

دوی مشال راډیو ته وویل ، روژه راروانه ده او دوي د خوراک څښاک ، بسترو او د ژوند په نورو برخو کې د بنيادي اسانتياو له نیشتوالي سره مخامخ دي.

د پاکستاني حکومت او په قبایلي سیمو کې د قدرتي افتونو د انتظام ادارې له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال د جون له منځه راهسې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات کوي چې لا هم دوام لري.

د دې عملیاتو له کبله تر لس لکه زیات خلک بې کوره شوي دي چې زیاتره یې د خیبر پښتونخوا په بنو او د افغانستان په خوست ولایت کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG