د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې د ۱۶ لویو کانالونو د جوړولو کار پیل شو


د سې شنبې په ورځ د لوګر ولایت په مرکز او محمداغې ولسوالۍ کې د اوبو د ۱۶ کانالونو د جوړولو کار پیل شو.

یاد کانالونه چې خواوشاه درې سوه کیلومتره اوږدوالی لري، د ملي پیوستون پروګرام له لارې ورباندې ۲۸۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې ودانیزې چارې به يې د یو کال په موده کې بشپړې شي.

د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د کلیو د پراختیا وزیر نصیراحمد دراني د اوبو د کانالونو د کار د پیل په مراسمو کې مشال راډیو ته وویل، چې لدې کار څخه يې موخه زرګونو کسانو ته کار پیدا کول او د دې تر څنګ د اوبو سم مدیریت او د کانالونو په مسیر کې د اوبو د ضایعاتو مخینوی دی.

د کلیو پراختیا وزیر زیاته کړه، چې پدې سره به په کانالونو کې د اوس په پرتله د اوبو اندازه پنځلس سلنه ډېره شي او خواوشا څلور زره جریبه اظافه ځمکه به خړوبه کړي.

نصیراحمد دراني زیاته کړه:

((جمعاً موږ په لوګر کې ۱۶ ویالې یا کانالونه چې اوږدوالۍ په حدود ۳۰۰ کیلومتره کیږي، د دې احیا او بازسازي په مدرن شکل سره غواړو، پدې باندې ۲۸۶ میلیونه افغانۍ خرڅ کوو، د دې کانلونو ټول استنادي دیوالونه او تقویتي دیوالونه به په عصري توګه جوړیږي، د اوبو به یو موثر مدیریت کیږي، تقریباً په حدود د ۳۷۵۰ جریبه به د اوس په پرتله زیاته ځمکه خړوبیږي، .))

د کلیو پراختیا وزیر وړاندې وویل، چې پدې سره به د خلکو اقصتاد وده وکړي او کرنیز محصولات به يې بهتر او ډېر شي.

د لوګر والي حلیم فدايي د دې پروژو له اقتصادي ګټو سربیره د یاد ولایت پر امنیت د دې پروژو تاثیر ته اشاره وکړه او زیاته يې کړه، اویا زرو کسانو ته به پدې پروژو کې کار کول پر امنیت مستقیم اغېز ولري:

((امنیت یوازې په جنګ نه راځي، پدې کانالونو کې چې کله ۱۵۰۰۰ماهر او ۵۵ زره غیر ماهر کارګران په کار باندې بوخت شول، په خپله بیکاره خلک د مخالفینو له صفوفو څخه را جدا کیږي او امنیت راځي او له بل پلوه د دې کارونو قرارداد مستقیماً د خلکو او شوراګانو سره شوی دی.))

په لوګر کې د ملي پیوستون د برنامې مشر انجینر ظفر خان وايي، چې دا برنامې به ۳۳۲ کلي تر پوښښ لاندې راولي:

((په مجموعي ډول باندې لدې کانالونو نه ۵۸۳۳۷۸ کورنۍ ګټه پورته کوي، ۱۸۹ پرمختیايي شوراګانې دا تر پوښښ لاندې راولي، چې دا شوراګانې ۳۳۲ کلي لري، د دې پروژې اصلي هدف دادی چې په کانالونو کې د اوبو د ضایعاتو مخه ونیول شي او د اوبو په اندازه کې زیاتوالی راشي.))

د یادولو ده چې په لوګر کې د ملي پیوستون تر اوسه ۱۵۱۶ پروژې په بېلابېلو برخو بشپړې کړي او ګټې اخېستنې ته یې سپارلي او په زرګونو ځوانانو ته په کاري فرصتونه برابر شوي.

XS
SM
MD
LG