د لاسرسي ځای

تازه خبر

علیشا ساه ورکړه، نرښځيان ویر او احتجاج کوي


د اتوار په ورځ پېښور کې په ډزو ژوبل شوې نرښځې(خواجه سرا) عليشا نن په ليډې رډنګ روغتون کې ساه ورکړې ده.

د اتوار په ورځ پېښور کې په ډزو ژوبل شوې نرښځې(خواجه سرا) عليشا نن په ليډې رډنګ روغتون کې ساه ورکړې ده.

د خواجه سراو د صوبايي تنظم غړو د احتجاج په توګه د وژل شوی خواجه سرا مړې د فقير آباد تهانې مخې ته کيخود او تر دوو ساعتونو پورې يې سړک تړلې وو.

دوی غوښتنه کوله چې د عليشا د وژنې ذمه وار کسان دې ژر تر ژره ونېسي.

د پوليسو لخوا د ملزم د ژر تر ژره ګرفتاري د ډاډ وروستو خواجه سراو مړې د تهانې له مخي وچت وکړو.

په خېبر پښتونخوا کې د بشري حقونو ادارې وايي چې په تېر یو نیم کال کې په صوبه کې ۴۵ نر ښځي وژل شوي او له۳۰۰ و زیات تر تشدد لاندې راغلي. دا چې خلک ولې د ټولنې او حکومت لخوا د دومره زور زیاتي ښکار دي؟ پر دې موضوع دغه لاندې مرکه واورئ.

په پښتونخوا کې پر نرښځيانو تشدد شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG