د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: ځانمرګي برید ۱۱ کسان وژلي دي

د کابل امنیه قومانداني وایې چې د نن ورځې په ځانمرګي برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د امنیې قومنداني د جرمونو څيړنو مشر فریدون عبیدي د پیښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې وژل شوي او ټپيان د میدان وردګو ولایت د عدلیې مامورین وو.

دا برید د کابل ښار لودیځې څنډه کې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د باغ داود په سیمه کې نن (چارشنبه) سهار نهه بجې وشوه.

د تیرې جمعې په ورځ بیا د کابل د اتمې حوزې اړوند د قلعچې په سیمه کې نامعلومه وسله والو یو پخوانې قاضي په ډزو وواژه.

په کابل کې د نن ورځې ځانمرګي حملې ذمه واري وسله والو طالبانو منلی او ویلي دي چې د شپږو اعدام شوو ملګرو د بدل اخیستو لپاره یې کړې ده.

د یادونې ده چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې حکومت شپږ تنه وسله وال طالبان اعدام کړل،

نو طالبانو ګواښ کړی وو چې په غبرګون کې به یې حکومتي چارواکي او په ځانګړې توګه د عدلي مامورین په نښه کړي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG