د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ملا اختر منصور وژنې تصدیق وکړ


تر ډرون برید وروسته ګاډي ته اور لګېدلی
تر ډرون برید وروسته ګاډي ته اور لګېدلی

واشنګټن - امریکايي ولسمشر باراک اوباما د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وژنې پخلی کړی دی.

د مې پر ۲۳مه د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي: د طالبانو مشر ملا اختر منصور له مرګ سره ((موږ د یوه داسې سازمان مشر لرې کړ چې پر امریکايي او اېتلافي ځواکونو یې د حملو پلانونه جوړول او بریدونه یې کول او د افغانانو پر ضد یې جګړه کوله.))

بیان طالبانو ته په اشاره ویلي چې د ((القاعدې په څېر له سختدریځه ډلو سره )) متوازي درېږي.

فغان چارواکي وايي ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر دې حملې انتقاد کړى او د پاکستان د حاکميت له حق څخه يې سرغړونه بللې ده.

دغه وزارت وايي امريکا تر دې حملې مخکې له اسلام اباد سره معلومات نه وو شريک کړي.

وروسته له هغې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مرګ خبر خپور شو، ملا منصور د ٢٠١٥میلادي کال په جولاى مياشت کې د دې ډلې د مشر په توګه وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG