د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې مېشت قبایلي کډوال وايي، وزیرستان ته نشي ستنېدای


په خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال
په خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال

په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو مشران وايي تر هغه چې د دوی په سیمه کې امنیت ټېنګ نشي، هلته د یو حکومت پر ځای څو حکومتونه موجود وي، کورونه او بازارونه يې همداسې وران او ویجاړ وي، نو دوی به خپلو سیمو ته ستانه نشي.

خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي، چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ تر عملیاتو وروسته د وزیرو، داوړو، محسودو او نورو وړو قومونو ډیری خلک هلته میشت شول.

ملک محمدعمر خان وزیر مشال راډیو ته وویل، دوی ته تر ټولو مهمه داده چې خپلو کورونو تر ستنیدو وړاندې په وزیرستان کې یو ځواکمن حکومت موجود وي او خلک د بیلابیلو ډلو، ټپلو لخوا ونه ځورول شي.

ملک محمدعمرخان زیاتوي:

« زه د پاکستان حکومت نه غواړم چې زه په وزیرستان کې څلور حکومته نشم قبلولای، یو حکومت د امریکې و چې پاس به ډرون راباندې ګرځیدل، دویم حکومت د طالبانو و، درېیم حکومت د پوځ و، څلورم حکومت زما خپل قبایلي رواج و، اوس څلورو حکومتونو ته زه نشم تللی، په څلورو حکومتونو کې چې کوم عزت او اسلام راپاتې دی هغه هم بای کیږي، د هغې نه راته دا ځای سهي دی.»

بلخوا د خوست په ګلان کېمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي ، چې د پخوا په پرتله ورسره مرستې کمې شوي او د مرستو په وېش کې هم له پيژندګلوۍ او واسطې پرته ټولو ته په یو ډول حقوق او امتیازات نه ورکول کیږي.

« اصیل الدین نومیږم د ډنډې کلي اوسیدونکی یم، په خدای قسم چې زه داسې غریب او یتیم لرم، چې تر اوسه په کټ کې پروت دی او داسې ملکان هم شته، چې ځانونو ته يې لس، لس پارچې جوړې کړې دي او داسې کورنۍ هم شته، چې که څوک مې له دې کېمپه باسي بیايې هم وایم، چې څوک ورته هېڅ حق نه ورکوي.»

یو ځايي مدني فعال یوسف انتظار وايي، چې افغان حکومت او د کډوالو په برخه کې نړیوالې ادارې دنده لري، تر څو هغه حقوق او امتیازات چې په نړیواله کچه بې ځایه شویو کورنیو او کډوالو ته ورکول کیږي، په خوست کې یې میشتو متاثرینو ته هم برابر کړي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي چې ځايي اداره په خوست کې هغه شمیر میشتو وزیرستانیو کډوالو سره مرستو ته ژمنه ده، چې غواړي په په خپله خوښه پدې ځای کې واوسیږي.

ده زیاته کړه افغان حکومت د کډوالو په اړه روښانه پالیسي لري، زموږ مرستې د دوی سره تر هغې دي، چې کډوال په خپله خوښه خوست کې اوسیږي.

مبارز محمد ځدراڼ وړاندې وویل:

« د ولایتي ادارې پالیسي ډېره روښانه ده، موږ وزیرستاینو وروڼو ته ډاډ ورکړی او بیا هم ډاډ ورکوو، تر څو چې دوی وغواړي دلته په دعوه طلب ډول واوسیږي، ولایتي اداره ژمنه ده چې د تېر په شان کډوالو ته د مرستو په راجلب کې تیاره وي، ځکه موږ دوی نه بیګانه نه بولو، د دوی درد، خوشالي او خفګان زموږ هم دي، د ولایتي ادارې چې هر څه په وس پوره وي له دوی به دریغ نه کوي.»

یاده دې وي، چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په لومړیو وختونو کې خواوشا دونیم لکه اوسیدونکي یواځې خوست ته کډه شول، اوسمهال چې د پاکستان د پوځ د چارواکو په وینا د وزیرستان ډیری سیمې د وسلوالو له شتونه پاکې شوي، بیا هم کډوال د ځنو مسالو نه انديښنې لري او تر ستنولو مخکې غواړي، چې کورونه او بازارونه يې بیرته ورغول شي او امن يې خوندي شي.

XS
SM
MD
LG