د لاسرسي ځای

تازه خبر

مدني فعالانو د خوست یو سابقه لرونکی معلم ولمانځه


د خوست فرهنګیان او مدني فعالان وايي، چې افغان حکومت د ښوونکو د ژوند د ښه کولو لپاره د پام وړ څه ندي کړي او حتی خلکو هم ښوونکو ته هغه عزت او درنښت ندی ورکړی، چې د ښوونکي له شان سره برابر وي.

دوی زیاتوي کچیرې حکومت، مدني ټولنې او په خپله خلک چې ښوونکي يې د اولادونو روزنکي دي، د خدمتګارو او سابقه لرونکو ښوونکو لمانځلو او د دوی د خدمتونو قدردانۍ ته توجه وکړي، نو د نورو ښوونکو د هڅونې او د پوهنې د پرمختګ لامل به وګرځي.

مدنی فعالانو یادې څرګندونې د پنجشبې پر ورځ د خوست د یو سابق لرونکي ښوونکي برکت بدلون چې پنځه لسیزې معلم پاتې شوی او دا مهال ناروغ دی، په لمانځغونډه کې وکړې.

مدني فعال فیض الله غمخور پدې اړه مشال راډیو ته وویل:

((بدبختانه په افغانستان کې د ښوونکو د ژوند ښه کولو ته پام ندی شوی، که حکومت معاش ورکوي، هغه ناچیز دی، خلکو هم له څرنګه چې ښايي ښوونکو ته توجه نده کړې، دا لومړی ځل دی چې عام خلک یا مدني ټولنې د یو ښوونکي لمانځغونډه جوړوي، دا به د استادانو په روحیه ډېر تاثیر ولري، ځکه دوی به پوۍ شي چې يو څوک شته چې په ښوونه او روزنه باندې او د ښوونکو په ژوند باندې مثبت اغېز لري.))

لیکوال او ژورنالیست محمد غفور مهیدي چې ۴۹ کاله وړاندې د ښوونکي برکت بدلون شاګرد پاتې شوی، د یادې لمانځغونډې د موخو په تړاو وویل:

((له نن څخه ۴۹ کاله وړاندې استاد برکت بدلون زموږ استاد دی، پدې موده کې استاد بدلون نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې دي، نو پر همدې اساس خوستیو فرهنګیانو او خوشال ادبي بهیر د استاد بدلون په ویاړ یوه لمانځغونډه جوړه کړي.))

د عبدالله خان تڼي د ښوونکو د موسسې رييس محمد جان وقار وايي د بدلون ځانګړنه داده چې د خپل ژوند په اوږدو کې په مادیاتو پسې ندی ګرځیدلی، بلکې تل د پوهنې لاروی او خدمتګار پاتې شوی دی:

((برکت بدلون زه د ډیرې اوږدې مودې راهیسې پېژنم، شاګرد يې پاتې شوی یم، سره لدې چې انسان له نیمګړتیاوو خالي نه وي، ولې د ده ټولې نیمګړتیاوې پدې کې رفع شوي دي، چې دی یوازې د معارف د لارې لاروی وو، یوازې د معارف لپاره يې کدرونه روزلي دي، نه په پیسو پسې ګرځيدلي او نه په نورو مسایلو پسې ګرځیدلی یوازې د خوست بچیانو ته يې خدمت کړی دی.))

برکت بدلون، چې د معلم په توګه د ده د پنځه لسیزو خدمتونو په ویاړ لمانځغونډه جوړه شوې وه، د غونډې ویناوالو ته د خپلې معلمی دا خاطرې بیان کړې، چې څرنګ به یې د معلمی لپاره هر سهار په بایسکل تر شلو کیلومترو ډېر مزلونه کول او د ښوونیز ساعت تر پیلیدو وړاندې به په ښوونځي کې حاضر وو:

((کله به چې دره ګي ته تلو، تر نامه پورې به شمل کې اوبه بهیدې، بیا به مو هم بایسکل په مټو ایښی وو، په اوبو به ورګډیدم او یوه ورځ هم له ښوونځي څخه نه یم پاتې شوی، کله به چط حصارک ته تلم، د ګهیځ تر لمانځه پورې به مې تر شمله مزل کړی وو، د اوسنیو ښوونکو نه مې هم غوښتنه داده چې دوی د الله په نزد، د زده کوونکو او د دوی د والدینو په نزد مسوولیت لري او باید ښه درسونه ورکړي.))

کتونکي په ټولنه کې د هغو کسانو چې د ژوند په کومه برخه کې د ولس رښتینی خدمت کوي، لمانځنې او د دوی تشویقول ګټور بولي او وايي چې دا کار د نورو د هڅونې او د خدمتګار کس د فکري سکون او ارام لامل کیږي او هغه درکوي، چې رښتینولي او هڅې يې ولس ته څرګندې دي.

XS
SM
MD
LG