د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نایب امین الله خان لوګري روغتون پاتې کارونه بشپړیږي


په لوګر کې د پاکستان هېواد په مالي مرسته د نایب امین الله خان لوګري د درې سوه بستریز روغتون د جوړولو دریدلې چارې له دوه کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا پیل شوې.

د لوګر چاوراکي وايي، چې د دې روغتون ودانیزې چارې اتیا سلنه بشپړې شوي او د روغتون پاتې کارونه به د څلورو میاشتو په موده کې سرته ورسیږي.

چارواکي زیاتوي، د روغتون په پاتو کارونو او د روغتون لپاره د طبي وسایلو او ټکنالوژی په اکمال به هم دولس سوه میلیونه پاکستانۍ کلدارۍ لګښت راشي.

د سې شنبې په ورځ د لوګر والي حلیم فدايي مشال راډیو ته وویل، چې د نایب امین الله خان لوګري روغتون د پروژې بشپړېدل د سیمه والو اساسي غوښتنه وه، دا روغتون له هر لحاظه مجهز جوړیږي او پدې سره به د ګاونډیو هېوادونو روغتونونو ته د افغاني ناروغانو وړل لږ شي.

ده زیاته کړه، پدې روغتون کې به د لوګر په ګډون د پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو ناروغانو درملنه هم کیږي.

حلیم فدايي زیاته کړه:

((د الله پاک شکر اداء کوم چې د دوه کلو ځنډ وروسته د لوګر د زون روغتون چې ډېر مهم روغتون دی، کارونه يې بیرته عملاً پیل شول، د روغتون پاتې کارونه به په څلورو میاشتو کې بشپړیږي او د افغانستان حکومت ته به يې سپاري.))

د لوګر والي وړاندې وویل، د دې روغتون لپاره پنځلس افغاني ډاکټران عملاً په پاکستان کې پر زده کړو بوخت دي، چې د زده کړو له بشپړولو وروسته به په دندو وګمارل شي.

ده هیله وکړه، چې د روغتون پاتې کارونه ژر بشپړ شي:

((پنځلس ډاکټران پاکستان ته د روزنې لپاره تللي دي، هغوی ته هلته ټرینیګ ورکول کیږي، موږ چې حساب کوو تقریباً دوولس سوه میلیونه پاکستانۍ کلدارې د دې پاتې مصرف دی، دا د پاکستان د حکومت د لوري ده او هیله مو داده چې کارونه يې څومره ژر چې کیږي، بشپړ شي.))

د لوګر یو تن اوسیدونکی شیرشاه احمدزی وايي، چې د دې روغتون د کار دوام او د روغتون د عملي فعالیتونو پیل ته د خلکو سترګې دي، چې دا دی د نایب امین الله خان لوګري د روغتون کارونه پیل شول.

د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل وايي، د دې روغتون د کار په پیلیدو سره نه یوازې د دوو دوستو هېوادونو تر منځ د اړیکو په هکله هغه ابهام ختم شو او بل لوري ته د زون په کچه د یو ستر او مجهز روغتون د پروژې کارونه بیا پیل شول.

عبدالولي وکیل زیاتوي:

((په دې روغتون کې دوه ګټې دي اول دا چې د داسې لوی روغتون کارونه چې نیمګړي پاتې وو د اکمال پايې ته رسیږي، دا هم د صحت په باره کې د خلکو غوښتنه وه او هم یو سیاسي ابهام وو دا ابهام له منځه لاړ، د ملي یووالي حکومت پدې وتوانیده چې باور رامنځته او پروژه بېرته اغاز شي.))

د یادونې وړ ده په لوګر کې د نایب امین الله خان لوګري درې سوه بستریز روغتون په شل جریبه ځمکه کې جوړیږي، چې د بیړني سرویس په ګډون به د ارتوپیدي، جراحۍ، نسايي ولادي او جلدي ناروغیو څانګې ولري.

د یاد روغتون په طبي وسایلو او مجهزه ټکنالوژي به ۴۵۰ میلیونه کلدارې لګښت وشي.

XS
SM
MD
LG