د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هېلمند کې الوتکه پرېوتې، اووه کسان وژل شوي

کابل/باکو - په هېلمند کې یوه ازربايي جانۍ سامان وړونکې الوتکه پرېوتې چې پکې اووه کسان وژل شوي دي.

د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ په افغانستان کې د امریکايي پوځ یوه ویاند وویل، الوتکه بېګا (د چارشنبې شپه) هغه مهال پرېوته چې د هېلمند له پوځي هوايي ډګره یې الوت کاوه.

دې ویاند چې نوم یې نه دی ښودل شوی ویلي، الوتکه چې پر ځغلکرښه یا رنوې روانه وه نو یو وزر یې مات شو.

هلته د ازربايي جان ملکي هوايي ادارې د پنجشنبې پر ورځ وویل، په الوتکه کې د عملې نهه کسان سپاره ول چې پکې اووه وژل شوي.

بیان زیاتوي، د عملې بچ پاتې شوي غړي د اوکراین او وژل شوي یې د ازربايي جان، اوکراین او ازبکستان ول.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG