د لاسرسي ځای

تازه خبر

له حزب اسلامي سره د سولې موافقه نهايي شوه


کابل - د افغانستان د سولې عالي شورا او د حکمتیار حزب اسلامي ترمنځ د سولې موافقې مسوده د چارشنبې پر ورځ نهايي شوه.

د اجرايي ريیس لومړي مرستیال انجنیر محمد خان په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سولې عالي شورا دا مسوده د حکمتیار د حزب اسلامي پلاوي ته رسماً وسپارله.

د محمد خان ویاند حبیب الرحمن ابراهیمي مشال راډیو ته وویل چې په دې مسوده کې د دواړو لورو مکلفیتونه څرګند شوي دي.

دا مسوده ۳ فصلونه او ۲۵ مادې لري خو هغه مهال به رسمي بڼه خپله کړي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یې لاسلیک کړي.

د اجرايي ريیس لومړي مرستیال انجنیر محمد خان وویل چې حکمتیار د سولې په بدل کې د کوم امتیاز غوښتنه نه ده کړې.

مخکې ویل شوي و چې حکمتیار ته به د سولې په وړاندې د کال شاوخوا څلور میلیونه ډالره ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG